دسعودي دپخواني بادشاه لور شهزادګۍ بسمه وایي زندان ته اچول شوې ده

تیرکال په مرموزه توګه بې درکه شوې دسعودي شهزادګۍ بسمه بنت سعودي په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر راښکاره شوې اؤ ویلي یې دي هغه دسعودي عرب الهیئیر نومې زندان ته اچول شوې ده.

۵۶کلنه شهزادګۍ بسمه بنت سعود د سعودي د اوسني بادشاه سلمان بن العزیز وریره اؤ دپخواني بادشاه سعود بن عبدالعزیز لور ده چې څه موده مخکې یې دخپل میړه څخه طلاق اخستی ؤ.

پروسکال دنومبر په میاشت کې په رسنیو کې دهغې په مرموزه توګه دبې درکه کیدلو راپورونه خپاره شوي وؤ اؤ شک ښودل شوی ؤ چې هغه د سعودي حکومت په بند کې ساتلې ده.

خو اوس د برتانیې دي ګارجین نومې ورځپاڼې لیکلي چې شهزادګۍ پخپله ټوئټر پاڼه راښکاره شوې اؤ پخلی یې کړی چې هغه زندان کې پرته ده.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د دي ګارجین په حواله لیکلي چې شهزادګۍ بسمه پخپل یو ټوئټ کې لیکلي چې هغه په بند کې ناروغه ده اؤ دسعودي بادشاه اؤ ولي عهد باید دهغې معاملې ته بیا دسره کتنه وکړي اؤ هغې ته دې د بهر راوتلو اؤ دخپلې درملنې اجازه ورکړي.

ورځپاڼه وایي شهزادګۍ بسمه خپل دغه ټوئټ اوس دخپلې پاڼې څخه لرې کړی خو ورځپاڼې ددغه ټوئټ‌ سکرین شاټ یا عکس پخپل راپور کې خپور کړی دی.

دسعودي حکومت تر اوسه دشهزادګۍ بسمه د ټوئټ یا زندان کې دموجودیت د دعوې په هکله څه نه دي ویلي.