ایران په خلیج کې د امریکايي جنګي بیړیو د ویجاړولو ګواښ کړی

د اپرېل په ۱۵ نېټه کله چې ایراني کښتۍ امریکايي‌ بیړیو ته نږدې شوې وې.

واشنګټن: د ایران د انقلابي ګارد مشر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، کچېرې امریکايي جنګي بیړیو په فارس خلیج کې ایراني کښتۍ وګواښلې نو دوی به یې ویجاړې کړي.

دغه ګواښ یوه ورځ وروسته له هاغې وشو چې ولسمشر ټرمپ له امریکايي بیړیو سره د ایراني کښتیو له نږدې کېدو وروسته د هغوې په وړاندې د پوځي بریدونو امر ورکړ.

جنرال حسین سلامي د ایران په دولتي ټي وي باندې وویل، "ما خپلو سمندري ځواکونو ته امر ورکړ چې په فارس خلیج کې هر هغه امریکايي ترهګر ځواک ویجاړ کړي کوم چې د ایران د پوځي او غیر پوځي برخو امنیت ګواښي."

نوموړی زیاتوي، "د فارس د خلیج امنیت د ایران د سټراټیژیکو لومړیتوبونو څخه دی."

تر دې وړاندې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ویلي وو، چې ده د امریکا سمندري ځواکونو ته لارښونه کړې چې هر هغه ایراني کښتۍ دې وولي کومه چې په سمندر کې زمونږ بیړۍ ځوروي.

خو هغه وروسته وویل، چې دی نه غواړي د امریکايي‌ پوځ د چلند په تګلاره کې بدلون راولي.

د ټرمپ ددغه حکم څخه څو ورځې وړاندې د ایران انقلابي ګارد ویلي وو چې تېره اونۍ د دوی ځواکونه په خلیج کې تمرینونه کول چې د امریکايي جنګي بیړیو لخوا له غیر مسلکي او پارونکو اقداماتو سره مخ شول.

خو په هغې ویډیو کې چې د امریکا د سمندري ځواکونو لخوا خپره شوې ښکاري چې وړې تېزې ایراني کښتۍ امریکايي جنګي بیړیو ته نږدې کېږي.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ایران د بهرنیو چارو وزارت د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستیو شخړو له امله په تهران کې د سویس سفیر هم ورغوښتی وو څوک چې په دغه هېواد کې د امریکايي ګټو استازیتوب کوي.

د امریکا او ایران ترمنځ شخړې له ۲۰۱۸ کال وروسته له هاغې راوروسته زیاتې شوې کله چې ټرمپ له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له شوي اټومي تړون څخه ووت او په ایران یې یو ځل بیا اقتصادي بندیزونه ولګول.

د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی د جنورۍ په لومړیو کې هغه وخت نور هم زیات شو کله چې د ایران جګ پوړی پوځي قومندان قاسم سلیماني په بغداد کې د امریکا په ډرون برید کې ووژل شو.

ایران د دې په غبرګون کې په عراق کې په امریکايي اډو باندې چېرې چې امریکايي سرتیرو دېره وو توغندي وویشتل.

د ایران د بحرنیو چارو وزیر جواد ظریف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ټوېټر باندې ویلي دي، چې ټرمپ باید د کورونا له وبا څخه د امریکايي سرتیرو ژغورلو ته پام واړوي.

ظریف ویلي، "د امریکا پوځ کې ۵۰۰۰ کسان په کوېډ ۱۹ باندې اخته شوي دي او همدارنګه امریکايي ځواکونه هېڅ کار نه لري چې له هېواد څخه ۷۰۰۰ مایله لېرې زمونږ په خپل فارس خلیج کې زمونږ کښتۍ ګواښي."

ایران خپل پوځي سټلایټ اوربټ ته وتوغاوه.

د ټرمپ د شورو یا چهارشنبې د ورځې له ګواښ څخه څو ساعته مخکې، د ایران انقلابي ګارد ویلي وو چې له ګڼو ناکامو هڅو وروسته دوی د هېواد لومړنی پوځي سټلایټ اوربټ ته توغولی دی.

له دې سره امریکا یو ځل بیا دایران د سټلایټ پر پروګرام باندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې له دغه پروګرام څخه د بالسټیک توغندیو د ودې لپاره کار اخلي کوم چې بیا اټومي کوپړۍ له ځانه سره لېږدولی شي.

خو ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې یواځې د ملکي موخو لپاره دی.