پاکستان: سيندي ليکوال د صدارتي مډل اخستو څخه انکار کړی

د پاکستان په سيند صوبه کې يو سيندي اديب ليکوال تاج جويو د پاکستان د حکومت لخوا د صدارتي مډل اخستو څخه انکار کړی دی.

تاجو جويو ولې د صدارتي مډل اخستو نه انکار کړی؟

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې تاجو جویو ويل هغه ته صدارتي اېوارډ د هغه په ادبي او علمي خدماتو ته ورکول کېدو، خو نوموړی د دغه مډل اخستو نه انکار ولې کوي هغه يې څو علتونه ښايي،

هغه وايي "چې زوی يې سارنګ جويو چې په ذوالفقار علي بټهو انسټيټيوټ اف سائين اېنډ ټيکنالوجي (زېبسټ) کې ریسرچ اېسوسي اېټ دی، هغه په زوره ورک کړی شوی او په سیند کې د 100 نه زيات نور کسان ورک کړی شوي دي، هغه تور لګوي چې سيند صوبه د وفاق (مرکزي حکومت) کالوني جوړه شوې، سيندې ژبې ته قومي ژبه نه ويل کيږي سيند ته د بهر نه د پلان راندې خلک راوستل کيږي، په سيند کې د اظهار رايې په آزادۍ بندېز دی، په ملت پاله سياست کولو خلک نيول کیږي، په داسې حالت کې زما دپاره اېوارډ اخستل سوده بازي او غداري ده ځکه هغه د دې اېوارډ اخستو نه انکار کړی دی".

د هغه زوی او نور خلک کله ورک کړی شوي؟

هغه وويل زوی يې د 10م او 11م اګست په شپه په کراچۍ کې د خپله کوره په پټ مخ راغلو کسانو اوچت کړی د هغه لېپ ټاپ او نور سامان يې وړی دی او هغه تراوسه ورک دی، هغه وويل دوی بيا د دغه پېښې پرضد مقدمه (اېف ايي ار) درج کول غوښته خو دوی ته انکار شوی او دوی بيا هايکورټ ته خواست وکړو او د هغې نه وروسته يې بيا د زوي د بې درکه کول کېدو مقدمه درج کړی شوې ده.

نوموړی دعوه کوي چې د 11 کالو مودې راهسې په سيند کې د 16 کالو د عمر نه د 50 کالو د عمر پورې کسان په زوره بې درکه کول کيږي او په هغو کوم تور هم نه وي.

هغه وايي زوی يې ټولنيز فعال ؤ د سيند په سرشمېرنه يې د خلکو په پوهولو کار کولو د غېرت په نوم د وژنې او بشري حقونو د سرغړونې پرضد يې سيمینارونه او احتجاجونه کول ځکه د هغه په خيال د دې خبرو په وجه هغه اوچت کړی شوی دی.

هغه وويل په پاکستان کې اول د غفارخان باچا خان او جي اېم سيد په شان سياستوالو باندې د اسلام دښمنۍ او غدارۍ تورونه ولګول شو او اوس ټولنيز فعال نه پرېښودی کیږي.

تاج جويو څوک دی؟

67 کلن تاج جویو وايي د 32 کالو راهسې د درس وتدريس د شعبې سره تړلی پاتې شوی د پرايمرۍ سکول او هايي سکول استاز پاتې شوی د کالج ليکچرار او بيا اېسوسي اېټ پروفېسر پاتې شوی دی، هغه وايي د سيندۍ ژبې د ودې دپاره د ډېرو تنظیمونو سره په عهدو پاتې شوی او د 60 پورې کتابونه يې لیکلي دي.

د سارنګ جویو په بې درکه کولو به د سېنېټ په کمېټۍ کې خبرې کيږي

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د بشري حقونو د کمېټۍ مشر د پيپلز ګوند سره تعلق لرونکي سېنېټر مصطفی کهوکهر ويلي د ګل/ دوشنبې په ورځ يې د کمېټۍ غونډه بللې چې پکې به د سارنګ جويو د بې درکۍ او د چمن په پوله د پېښې ترڅنګ په نورو موضوعاتو بحث کولی شي.

نوموړي په ټويټر ویلي، د سيند د پوليس مشر او د بې درکه کسانو دپاره د جوړ کمېشن مشر يې غوښتي دي.

پاکستان کې په ښه کارکردګۍ صدارتي اېوارډ يا مډل ورکول کيږي

پاکستان د ادب، ارټ، لوبو، طب او سائنس په برخه کې د غوره کارکردګۍ ترسره کوونکو ته د فرايډ اف پرفارمنس په نوم مډل ورکوي، دا مډل چې چاته ورکول کيږي د باکستان د ازادۍ په ورځ د دوی نومونه اعلانولی شي او په 23مارچ بيا دغه مډلونه ورکول کیږي.

تاج جويو وايي په پاکستان کې نه خو قومونه او نه خو قومي ژبې منل شوي دي، هغه وايي پاکستان له یې خدمت نه دی کړی د سيند بچی دی سيند له يې چې کوم خدمت کړی او په هغې ورته مينه ورکړی شوې هغه يې وياړ دی، وايي که زوی یې نه وی نيول شوی هغه بيا هم دا مډل نه اخستو ځکه چې په سيند کې د 100 نه زيات خلک ورک کړی شوي دي.