واشنګټن - په ټوله نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۲۵.۴ میلیونو او د مړو شمېر له ۸۵۰۰۰۰ څخه زیات شوی دی.
په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له شپږو میلیونو او د مړو شمېر له ۱۸۳۰۰۰ څخه زیات شوی دی.
د امریکا په څلورو لویدیځو ایالتونو کې د یوې ورځې تر ټولو زیاتې پېښې رپوټ شوې دي.
د جان هاپکنیز پوهنتونو د شمېرو له مخې، په ایوا کې ۷۸۵، په نارت ډکوټا کې ۳۷۵، په سوت ډکوټا کې ۴۲۵ او منېسوټا کې کابو ۱۰۰۰ پېښې په یوه ورځ کې رپوټ شوې دي.
په ورته وخت کې له مونټانا او ایډهو ایالتونو څخه په راغلو راپورونو کې راغلي دي، چې په روغتونونو کې د بستر شویو ناروغانو په شمېر کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی.
په داسې حال کې چې د امریکا په لویدیځو ایالتونو کې کورونا زیاته شوې خو په ټوله کې بیا له کورونا څخه د مړینو، په روغتونو کې د بستر شویو او نویو پېښو شمېر کم شوی دی.
د کورونا نوې پېښې زیاتره د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې ښکاره شوي. د ایوا ایالت په هغو برخو کې چې دوه پوهنتونونه دي تر ټولو زیاتې پېښې رپوټ شوي. په دواړو پوهنتونونو کې زده کونکي ټولګیو ته ورتلل.
په سوت ډکوټا کې په هغو ځای کې د کورنا پېښې موندل شوي چېرې د موټر سایکل ځغلولو یوه سیالي جوړه شوې وه.
که څه هم په امریکا کې د ټولې نړۍ په پرتله د کورونا زیاتې پېښې دي خو د وګړو د شمېر په تناسب بیا هم د نړۍ د هېوادونو په کتار کې لسم ځای لري.
د رویټرز د شمېرو له مخې په دې حساب بیا برازیل، پیرو او چیلي هېوادونو کې د کورونا زیاتې پېښې دي.
دغه ډول که څه هم په امریکا کې د نورو هېوادونو په پرتله له کورونا څخه د مړینو شمېر زیات او له ۱۸۳۰۰۰ څخه اوختی دی خو بیا هم په نړۍ کې یولسم ځای لری.
د رویټرز د راپور له مخې، د هېوادونو د وګړو د شمېر په تناسب تر ټولو زیات کسان په سویډن، برازیل، ایټالیا، چیلې، هسپانیه، برتانیه، بیلجیم او د پيرو هېوادونه دي.
ټاکل شوېده چې د نهې یا سې شنبې په ورځ به په فرانسه کې زده کونکي ټولګیو ته ولاړ شي خو ددغه هېواد د پوهنې وزیر د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي، چې د کورونا وایرس د پیښو زیاتوالی دغه پلان له ستونزو سره مخ کړی.
په فرانسه کې هره ورځ د کورونا په زرګونو نوې پېښې رپوټ کېږي. په داسې حال کې چې د ټولکیو پرانېستل کېدو ته یوه ورځ :پاتې ده د فرانسې ډاکټرانو د زده کونکو لخوا د ماسکونو د تړلو ترڅنګ د کلکو تدابیرو غوښتنه کړې ده.
د پوهنې یا تعلیم وزیر یې دا هم ویلي، چې ځینې ټولګي به تړلي وي خو شمېر به یې د امکان تر بریده کم وي.
په ډنمارک او ځینو نورو اروپايي هېوادونو کې هم په ښونځیو کې په کم شمېر ټولګي پرانېستل کېږي.
په ایټالیا کې چې څو میاشتې مخکې د کورونا مرکز ګڼل کېده په دې وروستیو اونیو کې یو ځل بیا له کورونا څخه په روغتون کې د بستر شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.
راپور وايي، یواځې د اتوار یا یکشنبې په ورځ پکې ۸۶ کسان په روغتون کې بستر شوي دي.
په نیوزېلنډ کې چې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي هڅه کېږي د ګل یا دوشنبې په ورځ ښونځي بېرته پرانېستل شوي خو چارواکو پکې د ماسکونو تړل لازمي کړي دي چې هم به په ښونځیو کې ماسکونه تړي او هم د عامه ټرانسپورت د کارولو پر وخت.