اشرف غني،دسولې دمذاکراتو په اړوند ټول خنډونه لرې شوي،خبرې به زر پیل شي

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي د سولې مذاکراتو پر وړاندې ټول خنډونه لېرې شوي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي ډاډ ورکړی چې د سولې مذاکرات به ژر پیل شي.

دپنجشنبې په ورځ دکابینې غونډې ته خپله وینا کې ولسمشر غني ویلي سوله دافغانستان دخلکو اؤ حکومت مهمه غوښتنه ده اؤ هغه خوښ دی چې دسولې هڅې یو مهم پړاؤ ته ننوتلي دي.

د افغانستان دصدارتي ماڼۍ دیو بیان له مخې دکابینې په دې غونډه کې والیانو هم د ویډیو کنفرانس دلارې برخه درلوده اؤ دغه غونډې تابعیت تذکره کې د مور دنوم درجولو په ګډون یو شمیر طرحې تاید اؤ تصویب کړې.

تر دې دوه ورځې وړاندې طالبانو سره خبرو اترو دپاره دافغان دولت لخوا ټاکل شوي پلاوي سره خبرو کې ولسمشر اشرف غني ویلي وؤ د افغانستان د خلکو هیله داده چې د سولې په خبرو کې د تاوتریخوالي پر کموالي او دایمي اوربند توافق وشي،

افغان چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، د ۴۰۰ طالب بندیانو څخه وروستۍ ډله هم خوشې شوې او له دې سره د سولې د خبرو په وړاندې ټولې ستونزې حل شوې دي.

دبندیانو دخلاصولو دبهیر وروسته په نړیوالو مطبوعاتو کې هېلې ښودل شوي چې روانه اوونۍ به قطر کې دطالبانو اؤ افغان دولت لخوا دټاکل شوي مرکچي پلاوي ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شي.

تیره ورځ دافغانستان د ملي روغې جوړې شورا مرستیال عزیزالله محمد امریکا غږ ډيوه راډيو ته ویلي وؤ، چې د حکومت یو هیئت قطر ته تللی او بل ورپسې دی.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي مشر، معصوم ‏ستانکزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سولې خبرو موخه به پرمختللی، آزاد او متحد افغانستان وي چې په کې د هېواد د ټولو وګړو حقونه خوندي وي.