ځلا ځاځۍ وایي کابل کې هم ورته ګواښونه شوي دي

ځلا ځاځۍ

په خوست کې دجنایي جرمونو پر وړاندې دمبارزې دمدیریت ددفتر پخوانۍ امره ځلا ځاځۍ وایي کابل کې هغې ته ګواښونه شوي اؤ تر دې وړته دګواښ په ډول په نخښه کړل شوې چې دهغې کور چیرې دی اؤ په کوم موټر کې ګرځېږي؟

د وي او ای ډیوه همکارې منزه شهید سره خبرو کې ځلا ځاځۍ ویلي‌ خوست کې دهغې ددندې په مهال ښځو زړه پیدا کړی ؤ چې دخپلو ستونزو دهواري دپاره دهغې تر دفتره ورشي اؤ دغه کار کیدای شي چې په ډيرو خلکو ښه نه ؤ لګیدلی.

ځلا ځاځۍ چې دترکیې څخه یې دپولیسو زده کړې کړې دي قابو درې میاشتې دمخه په خوست کې دجنایي جرمونو پر وړاندې دمبارزې دمدیریت ددفتر امره ټاکل شوې وه خو په دې وروستیو کې دهغې بدلي دخوست څخه کابل ته شوې ده.

دخوست دامنیه قوماندانۍ ویاند رسنیو ته دهغې دبدلۍ لامل امنیتي ستونزې بللي اؤ ویلي یې دي ځلاځاځۍ چې دکابل نه خوست ته سفرونه کول نو لویې لارې دهغې دسفرونو دپاره خوندې نه وې ځکه یې کابل ته بدلي شوې ده.

خو ځلا ځاځۍ ددې خبرو سره متفق نه ده اؤ وایي هغې دخپلې دندې په مهال دخوست اؤ کابل تر منځ دومره سفرونه نه دي کړي چې دهغې ژوند دې خطر کې واچوي.

هغې ویلي که واقعي دخطر ګواښ ؤ نو بیا خو قوماندان دامنیې اؤ نور چارواکي هم خوست کې دندې پرمخ وړي دغه ګواښ هغوئ ته هم کیدای شي اؤ څنګه چې دهغوئ دسفرونو دپاره امنیت نیول شوی داسې ددې دپاره هم نیول کیدای شو.

ځلا ځاځۍ وایي فکر کوي چې دا هسې یوه بهانه ده اؤ‌ په اصل کې د سیمې ځېنې خلک په دې خفه وؤ چې ولې ښځې اوس په زړه ورتیا سره دخپلو ستونزو دهواري په موخه د هغې تر دفتره ورځي.

اغلې ځاځۍ زیاتوي که دامنیت خبره وي نو کابل کې خو هم هغې ته ګواښونه کیږي حتی تر دې ورته په ګوته کړل شوې ده چې چرې اوسیږي اؤ په کوم موټر کې ګرځیږي؟

دځلا ځاځۍ په وینا دا زمونږ وطن دی که ددې دپاره زمونږ روڼه خپل سرونه قربانولی شي نو مونږ ښځې یې هم قربانولی شو.

باید وویل شي خوست کې د ځلا ځاځۍ دګمارل کیدو په مهال په ټولنیزو رسنیو سخت بحثونه راپاریدلي وؤ‌ چرته که ګڼو خلکو دیوې پېغلې دپولیس افسرې په توګه په ګمارنه ټکونه کړي وؤ نو هلته بیا یو شمیر خلکو دیوې مسلکي پولیس افسرې په توګه هغې د ټاکنې هرکلی هم کړی ؤ