دبین الافغاني مذاکراتو دوهمه ورځ،طالبانو لا د اوربند غوښتنې ته غوڅ ځواب نه دی ویلی

دافغانستان دلوري قطر ته د تللي پلاوي د زیات خواهش باوجود دبین الافغاني خبرو په وړومبۍ ورځ‌ طالبانو د اوربند کومه واضحه اشاره نه ده ورکړې اؤ د اوربند دهرې پوښتنې په ځواب کې یې ویلي چې د اوربند نه وړاندې باید دجګړې علتونه له مینځه یوړل شي.

د سولې په چارو کې دافغانستان د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري ویلي بیلابیلو رسنیو ته ویلي په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان مذاکراتي پلاوی وړومبۍ غوښتنه د دایمي اوربند ده اؤ دغه غوښتنه دافغانستان ټول ولس هم لري.

هغه ویلي “دسولې بین الافغاني مذاکراتو دافغانستان ټولو خلکو ته د دائمي اوربند،امن اؤ سولې هېله بخښلې ده اؤ دقطر دا روانې خبرې مونږ ته فرصت راکوي چې باید خپلو خلکو ته د اوربند اؤ سولې زیری واروؤ”

هغه ویلي دواړو خواؤ دخبرو پیل په غوره طریقه کړی اؤ اوس به ټول موضوعات دلته مطرح کیږي چې دسولې مخه یې نیولې ده.

خو دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم بیا رسنیو ته ویلي چې طالبان دشخړو هواري دپاره بین الافغاني خبرو ته ناست دي خو له اوربند وړاندې باید هغه ټول عوامل له منځه یوړل شي چې دجګړې لامل دي.

خبریالانو پخپلو بیلابیلو څرګندؤنو کې طالب ویاند ویلي مونږ دخپل لوري کلکه اراده لرو چې په افغان ولس دا کومه شل کلنه جګړه تپل شوې ده ،دې ته باید دپائ ټکی کېښودل شي اؤ افغان ولس دې په یو واقعي اسلامي نظام کې دسولې ژوند وکړل شي.

کله چې دطالب ویاند نه خبریالانو وپوښتل افغان لوري اؤ نړیوالو دبین الافغاني خبرو په پیل کې طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې ،دهغوئ ځواب به دې غوښتنې ته څه وي؟ طالب ویاند یې غوڅ ځواب ورنه کړو.

هغه وویل دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ چې دفرورۍ په ۲۹مه کوم دسولې تړون شوی اوربند په هغه تړون کې دمذاکراتو دیوې برخې په توګه یاد شوی دی اؤ کتل به دا وي چې دغه تړون څنګه عملي کیږي؟

په قطر کې دطالبانو اؤ دافغانستان څخه د ورغلي پلاوي ترمنځ خپل منځي خبرې نن په دوهمه ورځ هم دوام لري.

دواړو لوریو دخبرو دایجنډې ټاکلو دپاره یوه کمیټه جوړه کړې ده چې پکې پینځه کسان دطالبانو اؤ‌ پینځه دافغانستان څخه د ورغلي پلاوي نه ګډون لري.

ټاکل شوې نن د یکشنبې په ورځ دغه کمیټه د غونډې پرمخ وړلو دپاره په ایجنډه جوړولو کار کوي.

دافغانستان څخه د ورغلي هئیت له لوري عنایت الله بلیغ، ضراراحمد مقبل، معصوم ستانکزی، فوزیه کوفي او نادر نادري ه طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره دایجنډې ټاکلو په موخه دغې کمېټې ته معرفي شوي دي.

همدا شان طالبانو شیخ عبدالکبیر، عباس ستانکزی، شیخ دلاور، شیخ قاسم، او نورالله نوري دغه کمیټۍ کې شامل کړي دي.

سرچینې وایي نن به ددغه کمیټې غړي خپلو کې دخبرو په ایجنډه کار کوي اؤ دوشنبه به دواړه خواوې مخامخ خبرې اؤ بحثونه پیلوي