واشنګټن ــــ د نړیوالو سفرونو د خوندیتوب لپاره د ملګرو ملتونو د هوابازۍ نړیوالې ادارې (ای سي اې او) پاکستان ته مشوره ورکړې چې سمدستي دې اصلاحي ګامونه واخلي او د جعلي لایسنسونو د سکېنډل له کبله دې نویو پایلټانو ته د لایسنسونو ورکول و دروي.
رایټرز خبري ایجنسۍ دا خبره د ملګرو ملتونو د دې ادارې د یوه چارواکي او د تر لاسه کړي دستاوېز په بنیاد کړې ده.
د هوابازۍ نړیوالې ادارې پاکستان ته دا سپارښتنې په داسې وخت کې کړې چې پاکستان څو ورځې وړاندې د خپلو 50 پایلټانو او د هوابازۍ د ادارې د پینځو چارواکو د ممکنه جرمونو په اړه پلټنه پیل کړې ده.
د پاکستان د هوابازۍ د ادارې پر دغو پینځو چارواکو تور لګېږي چې د دغو پینځوسو پایلټانو د جعلي لایسنسونو په جوړولو کې یې مرسته کړې وه.
د هوابازۍ نړیوالې ادارې پخپل یوه وروستي لیک کې- چې تر اوسه نه وو خپور شوی- د پاکستان د هوابازۍ ادارې ته لیکلي وو، چې پاکستان باید خپل د لایسنسونو ورکولو د نظام په ښه کولو او مضبوطولو سره دا باوري کړي چې د لاینسس ورکولو لپاره ټول ضروري شرایط یې پوره کړي دي:
"د نویو لایسنسونو تر جاري کولو مخکې باید د ګډوډیو او ناوړه ګټې اخیستو مخه ونیول شي او د معطله کړل شوو لایسنسونو مراعات بیرته پر ځای کړل شي".
د پاکستان د هوابازۍ وزارت یوه چارواکي رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د جعلي لایسنسونو د موضوع له کبله یې له تېرې جولای میاشتې راهیسې نوي لایسنسونه نه دي جاري کړي.
د هوابازۍ نړیوالې ادارې پاکستان ته د نویو لایسنسونو د ځنډولو سپارښتنه تر خپل هغې پلټنې مخکې کړې چې مقصد یې د دې هېواد د هوابازۍ د انتظامي چارو د خوندیتوب ارزونه ده.
ټاکل شوې وه چې د هوابازۍ نړیواله ادارې د پاکستان د هوابازۍ د خوندیتوب په اړه دا پلټنه د سږ کال په نومبر کې کړې وای، خو چارواکي وایي اوس به یې د راتلونکي کال په جون کې کوي او د پاکستان د هوابازۍ ادارې ته یې وخت ورکړل چې اصلاحات وکړي.
د پاکستان د هوابازۍ د ادارې ویاند د رایټرز خبري ایجنسۍ په غوښتنه پوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی.
د هوابازۍ د نړیوالې ادارې (ای سي اې او) استازي په دې اړه پر ځانګړو معلوماتو له څه ویلو ډډه وکړه، خو په یوه ایمېل کې یې ویلي چې اداره یې "له پاکستان سره مرسته کوي چې دا اندېښنې په ګوته کړي او که دوی ګړندي ګامونه وا نه خلي نو موږ به یې په اړه نورو هېوادونو ته خبر ورکړو".
سږ کال په کراچۍ کې د پاکستان د هوایي کمپنۍ (پي ای اې) د الوتکې تر لوېدو وروسته د پاکستان د هوابازۍ یا سول اېوي ایشن وزیر غلام سرور په جون میاشت کې پارلیمان ته ویلي وو چې په 860 پاکستاني پایلټانو کې 260 پایلټانو په غير مناسب ډول لایسنسونه یا د جهاز الوځولو اجازت نامې ترلاسه کړي دي.
د پاکستان د هوابازۍ ادارې د دغو جعلي لایسنسونو د پلټنې په نتیجه کې تر اوسه د 82 پایلټانو لایسنسونه منسوخ کړي دي، خو د پي ای اې الوتکې لا هم یورپي هېوادونو او امریکې ته سفر نه شي کولای.