زلمي خليلزاد او جنرل ملر د جنرل باجوه سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړي

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امریکا او اتحادي ځواکونو مشر جنرل اسټن سکاټ ملر د پاکستان د پوځ د مشر جنرل باجوه سره په اسلام اباد کې ليدلي دي.

په ا سلام اباد کې د امریکا سفارتخانې ویلي، پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ (8 اکتوبر) شوې دې ليدنه کې زلمی خليلزاد او جنرل باجوه "په دې خبره موافق ؤ چې نېغې بېن الافغاني خبرې د افغانستان او سيمې د امن دپاره يوه تاريخي موقع ده، دا موقع دې د لاسه ور نه کړی شي او د تېر په څېر غلطۍ دې بيا تکرار نه شي".

سفارتخانې ویلي، خليلزاد، جنرل ملر او جنرل باجوه په افغانستان کې د تشدد په کمولو ټينګار کړی چې د دواړو فريقو ترمنځ د سولې خبرې مخ په وړاندې لاړې شي.

په ليدنه کې خليلزاد د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او جنرل باجوه مننه کړې چې د افغانستان د سولې په خبرو کې يې مرسته کړې ده، دوی د عمران خان د افغانستان د راتلونکې سفر په اړه هم بحث کړی دی.

د پاکستان پوځ هم ویلي، په ليدنه کې د سيمې د سولې او ثبات، د پاکستان او افغانستان د پولې د انتظام او افغانستان د سولې د روان عمل په موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.

په ياده ناسته کې د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم ګډون کړی او پوځ ویلي امریکايي پلاوي د افغانستان د سولې په عمل کې د پاکستان رول ستایلی دی.

امریکايي پلاوي په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې د اکتوبر په اوومه د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ټويټر ویلي چې تر راتلونکي کریسمس پورې به له افغانستان نه خپل سرتيري وباسي.

هغه ويلي ؤ ، "مونږ باید تر کرسمس پورې په افغانستان کې خپل لږ پاتې زړورو ښځې او سړي چې هلته خدمت کوي خپل کور ته را ستانه کړو".

بل لور ته په قطر کې په 12م ستمبر د افغان حکومتي ډلې او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې شوي وې خو ويل کيږي د دواړو ډلو ترمنځ د ځينو اختلافونو له امله دغه خبرې اوس د ځنډ سره مخ دي.