سرپل:دسړک دغاړې چاودنه کې دملي اردو ۱۰سرتیري اؤ درې ملکي وګړي وژل شوي

چارواکي وایي دافغانستان په شمالي ولایت سرپل کې دملي اردو په سرتیرو د سړک دغاړې دښخ مائن په چاودنه کې ۱۰دملي اردو سرتیري اؤ درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

دیکشنبې په ورځ دافغانستان طلوع نیوز اؤ خامه پریس پخپلو راپورونو کې دسیمه ییزو چارواکو له خولې ویلي دا چاودنه د سرپل دمرکز اړوند بغاوي سیمه کې دملي اردو دسرتیرو په ګاډي شوې ده چې.

دغو رسنیو دامنیتي سرچینو له خولې دعوه کړې چې چاودنه کې ۱۳کسان وژل شوي چې ۱۰ پکې دملي اردو سرتیري اؤ درې ملکي وګړي دي .

خو تر اوسه دافغانستان ددفاع وزارت ددې برید په اړوند لا څه نه دي ویلي.

د چاودنې نه وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي عسکر سیمې ته رسېدلي اؤ دلټونې عملیات یې پیل کړي دي.

په سمدستي توګه لا ددې چاودنې مسولیت کومې ډلې پغاړه نه دی اخستی.

تر دې یوه ورځ دمخه دشنبې په ورځ هم دافغانستان هلمند اؤ هرات ولایتونو کې د سړک دغاړې مائن چاودنو کې اووه کسان وژل شوي اؤ ۱۹ نور ژوبل شوي وؤ.

په دې وروستیو کې چې طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی په دوحه کې دسولې خپل منځي خبرو ته ناست دي دافغانستان دننه په بمي بریدونو،د سړک دغاړې چاودنو اؤ دتشدد پېښو کې زیاتوالی رامنځته شوی .

افغان دولت دطالبانو نه پرله پسې د اوربند غوښتنې کوي خو طالبانو لا اوربند ته غاړه نه ده اېښودې ده.

افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد تیره ورځ ویلي وؤ چې افغانان باید د دوحې مذاکراتو کې دځان ځانیو څخه تیر شي که نه وي نو افغانستان به په دوهمې سوریې بدل شي