د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي په کرونا اخته شوی دی، هغه دا خبره په خپله په ټويټر کړې ده.
نوموړي په ټويټر ويلي، "زما د کرونا معاينه [ټېسټ] مثبت راغلی، لږ علامات راپکې ښکاره شوي او ځان مې بيل کړی دی. زه به د کوره کار جاري ساتم اود پيپلز ګوند د بنیاد اېښودو د ورځې دستورې ته به د ويډيو لنک د لارې وېنا کوم. ټول ماسکونه اچوئ".
بلاول په داسې وخت کې په کرونا اخته شوی چې په پاکستان کې د کرونا وبا دوېمه چپه روانه ده.
په تېرو 24 ساعتونو کې په ملک کې د کرونا څخه نور 40 تنه مړه شوي او 3306 نورو کسانو کې کرونا وايرس مالوم شوي دي.
د پاکستان حکومت د کرونا وايرس د دوېمې د مخنيوي په لړ کې نن د 26م نومبر څخه په ملک کې تعليمي ادارې بيا تړلي دي او ځای په ځای يې سمارټ لاک ډاؤن هم کړی دی.
حکومت په خلکو د احتياط غږ کړی او ويلي يې دي که د کرونا د مخنيوي او ځان ژغورنې دپاره په حکومتي تدابيرو عمل ونه کړی شو نو په راتلونکو دوه اوونیو کې به کرونا نوره ډېره سېوا شي.
دغه خبره دوه ورځې وړاندې د کرونا د مخنيوي دپاره په ملکي کچه د قومي رابطه کار کمېټۍ مشر او مرکزي وزیر اسد عمر کړې وه.
بلاول په داسې وخت کې کرونا شوی چې نوموړي په پېښور کې د تحریک انصاف د حکومت پرضد د پاکستان ډېموکرېټک مومنټ [پي ډي اېم] د 22م نومبر په جلسه کې هم ګډون کړی ؤ.
حکومت د دغه جلسې په اړه ويلي ؤ مخالفه ګوندونه د خلکو ژوند په خطره کې اچوي چې د کرونا دوېمه چپه روانه ده او پي ډي اېم جلسې کوي. خو پي ډي اېم ويلي د غورځنګ هلې ځلې او جلسې به روانې ساتي.