واشنګټن ــــ د پاکستان د شماریاتو مرکزي اداره وايي د روان مالي کال په اولو پینځو میاشتو کې په درآمداتو او برامدآتو کې د زیاتوالي باوجود د ملک تجارتي خساره 9.7 ارب ډالرو ته رسېدلې ده.
د شماریاتو ادارې په خپل یو تازه رپورټ کې ویلي د جولای او نومبر میاشتو تر منځ په برآمداتو کې 2.11 فیصده زیاتوالی راغلی چې تېر کال هم په دومره موده کې د 9.54 ارب ډالرو نه 9.74 ارب ډالره ته رسېدلې وه.
د شماریاتو ادارې ویلي په پینځو میاشتو کې په مجموعي توګه باندې 201 میلین ډالره برآمدات زیات شوي خو د برامدآتو په مقابله کې د بهر ملکونو نه راغوښتونکو سامانونو کې زیاتوالی راغلی چې له کبله یې تجارتي خساره زیاته شوې ده.
د شماریاتو اداره وايي د جولای او نومبر میاشتو تر منځ د 247 میلین ډالره زیات برامدآتو سره د ملک ټول برامدات 19.4 ارب ډالر ته رسېدلي دي.
د پاکستان تحریک انصاف حکومت په اولو دوو کلونو کې د پاکستاني کرنسۍ روپۍ په قدر کې د 39 فیصده کمي راتلو باوجود د ملک په برامداتو کې زیاتوالی نه دی راغلی.
د تحریک انصاف حکومت په اولو دوو کلونو کې ځان ته ټاکلی د برامدآتو هدف لا تر اوسه نه دی تر لاسه کړی.
حکومت د روان مالي کال لپاره ځان ته د 27.7 ارب ډالرو هدف ایښی خو په اولنو پینځو میاشتو کې د پاکستان برامدآت د کالني هدف 35 فیصده جوړیږي. پاکستان د روان مالي کال په اولنو پینځو میاشتو کې د درامدآتو هدف 46 فیصده سامانونه د بهر ملکونو نه راغوښتي.