اسرایل تمه لري د ټرمپ‌ تر تګ مخکې به پینځم اسلامي هېواد هم اړیکې ورسره جوړې کړي

واشنګټن ــــ د اسرایلو د حکومت یو وزیر د دې هېواد مشهور ټیلیویژن وای نیټ ته ویلي، حکومت یې په دې اړه کار کوي چې د امریکې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د صدارتي مودې تر ختمېدو مخکې له یو بل پینځم اسلامي‌ هېواد سره خپلې اړیکې برابرې کړي.

دا چې له دې پینځم اسلامي هېواد سره د اړیکو د عادي کېدو تړون به د جنورۍ تر 20مې مخکې- چې صدر ټرمپ‌ سپینه ماڼۍ پرېږدي- لاسلیک شي که نه، د اسرایلو د سیمه ییزې همکارۍ وزیر اوفیر اکونیس وایي:

"موږ په دې اړخ کار کوو، خو د دې اعلان به امریکا کوي‌ چې یو بل هېواد له اسرایلو سره اړیکې عادي کوي او دا تړون به په اصل کې د سولې تړون وي".

امریکا په روان 2020م کال کې تر اوسه پورې له څلورو هېوادونو سره د اسرایلو د اړیکو په برابرولو کې منځګړتوب کړی دی، چې په هغوی کې متحده عرب امارات، بحرین، سوډان او مراکو شامل دي.

د اسرایلو وزیر د دې هېواد نوم نه دی اخیستی خو وایي تمه ده چې له دوو نورو هېوادونو سره یې اړیکې عادي‌ شي چې وایي په هغوی کې یو خلیجي هېواد دی او بل یې د عمان په اړه هم امکان څرګند کړی.

د اسرایلو وزیر اوفیر اکونیس وایي دویم چې کوم هېواد له دوی سره اړیکې جوړول غواړي هغه هم یو غټ اسلامي هېواد دی خو وایي هغه نه سعودي‌ عرب دی او نه پاکستان دی.

د مسلمانانو د زیاتې ابادۍ لرونکي هېواد انډونېشیا تېره اوونۍ وویل، تر څو چې د فلسطین د خپلواکۍ غوښتنه نه وي منل شوې تر هغو به اسرایل په رسمیت ونه پېژني او نه به ورسره اړیکې جوړې کړي.

د فلسطین خلک اندېښمن دي چې له اسرایلو سره د عربو هېوادونو د اړیکو عادي کېدل به د عربو د یووالي هغه حالت کمزوری کړي چې له اوږدې مودې راهیسې د فلسطینیانو له خاورې د اسرایلو ایستل غواړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په تېرو میاشتو کې په وار وار ویلي چې له اسرایلو سره به تر هغو اړیکې جوړې نه کړي چې د فلسطین شخړه نه وي هواره شوې، خو په وروستیو کې د تحریک انصاف حکومت د کابینې پر یوه وزیر شک څرګندېږي چې اسرایلو ته یې پټ سفر کړی او هغه دا تورونه رد کړي دي.