په کوټه کې د هزاره ګانو پرلت په شپږمه ورځ په داسې حال کې روان دی چې په سخت يخ موسم کې ورسره د وژل شوؤ جنازې هم پرتې دي، د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد وايي وزیراعظم به زر کوټې ته لاړ شي.
د کوټې په مغربي بايي پاس هزاه پرلت کوونکي وايي څو پورې وزيراعظم عمران خان په خپله دوی له نه وي ورغلی دوی یې نه اورېدلي او دوی ته يې د تحفظ ورکولو او د خواريکښو په وژنه کې ککړو ته د سزا ورکولو باور نه وي ورکړی دوی به په پرلت ناست وي.
د بلوچستان صوبې د بولان په مچهـ سیمه کې د خالي/شنبې په ورځ [دوهمه جنورۍ] د نامعلومه وسله والو لخوا هزاره خواريکښ تښتول شوي او بیا په ډزو وژل شوي وو، داعش د دغه پېښې زمه واري منلې وه.
د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد احمد نن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل، وزيراعظم به ډېر زر کوټې ته لاړ شي.
د شورو/ چهارشنبې په ورځ وزيراعظم عمران خان په خپله ویلي ؤ چې زر به د وژل شوؤ د تعزيت دپاره په خپله حاضر شي.
د پاکستان مرکزي وزیران او د بلوچستان صوبې وزیراعلی او وزيران پرلت ته ورغلي خو پرلت کوونکو ورته ويلي چې وزیراعظم نه وي ورغلی مړي نه ښخوي.
پرون د مسلم ليګ ن ګوند مريم نواز او د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري هم د کوټې احتجاجي پرلت ته ورغلي وو.
بل لور ته د کوټې د احتجاجي پرلت په ملاتړ په کراچۍ کې هم د 20 نه په زياتو ځايونو کې احتجاجي پرلتونه روان شوي چې له امله په سړکونو د ګاډو چلند سخت اغېزمن شوی او د کراچۍ په هوايي اډه په ملک کې دننه او د ملک څخه بهر تلونکي پروازونه ځينې لغوه شوي او ځينې د خپل نه وروسته شوي دي.