افغان چارواکي وايي 600 خوشي کړی شوي طالبان بيرته نیول شوي

افغان چارواکو ويلي هغه 600 طالبان بیرته نيول شوي څوک چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په تړون کې خوشي کړی شوي وو.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب د اتوار/يکشنبې په ورځ ویلي، په دغو کسانو تور وو چې دوی بيرته جګړې ته راغلي او په افغان حکومتي سرتيرو او عامو خلکو يې وژونکي بريدونه کړي دي.

په فرورۍ 2020 کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې توافقنامه شوې چې پکې ويل شوي وو افغان حکومت به 5000 طالب بنديوان خوشي کوي او په بدل کې به يې 1000 افغان سرتيري پرېږدي.

محب خبريالانو ته ویلي بنديوان چې خوشي کړی شوي وو د سولې په هڅو کې يې څه کردار نه دی لوبولی ځکه حکومت به يې نور طالبان نه خوشي کوي.

"مونږ 600 خوشي کړي طالبان بيرته نيولي دي ځکه چې دوی بيرته د طالبانو سره په جګړه کې شامل شوي باوجود د دې چې وعده یې کړې وه چې بيا به د جګړې برخه نه جوړيږي".

محب زياته کړې استخباراتي ادارو مالومات ورکړي چې خوشي کړی شوي بنديوان طالبان په افغان امنيتي ځواکونو او عامو خلکو باندې په موټري بمي بریدونو کې پاتې شوي.

هغه تور لګولی چې طالبان د تشدد د کمولو او د اوربند په وعدو کې پاتې راغلي دي هغه زياته کړې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو، جرنلېسټانو او فعالانو هدفي وژنې او تشدد نور سېوا کړی دی.

"طالبانو د امریکا سره د سولې د توافقنامې يو شرط هم نه دی پوره کړی دوی (افغان حکومت) غواړي چې دغه شرطونه پوره شي".

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه تورونه رد کړي چې خوشي شوي وسله وال بیرته جګړې ته راغلي يا په دوی کې 600 نيول شوي دي.

د طالبانو وياند تور لګولی چې په خوشي شوو طالبانو کې 40 تنه په دوی باندې په کورونو کې بريدونو يا په روغتونونو کې وژل شوي دي.

طالبان پرله پسې په افغان ځواکونو تورونه لګوي چې د خوشي شوو طالبانو په کورونو ناتاره بريدونه کوي وژني يې او نيسي يې، او د امريکا سره د شوې توافقنامې سره پېل شوی د سولې بهیر تباه کوي.

د يادې توافقنامې لاندې د شرطونو پوره کېدو په اساس د افغانستان څخه د می 2021 پورې د امریکايي او نېټو ځواکونو د وتلو ويل شوي، او طالبانو ويلي وو دوی به د توافقنامې لاندې د افغان حکومت سره خبرې کوي او د القاعده او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او هغو ته به د افغانستان خاوره د امریکا او نورو اتحاديانو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د ياد تړون لاندې امريکا خپل ځواکونه د 12000 نه 2500 ته کم کړي دي. د صدر جوبايډن انتظامیې ويلي دغه توافقنامې ته به بيا کتنه کوي.

د امریکا د ملي امنيت سلاکار جېک سولين د جمعې په ورځ د محب سره سره په ټيليفون خبرې کړي او ژمنه يې کړې په سيمه کې به د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

د سپينې ماڼې په بيان کې سولين په ښکاره ويلي چې امریکا اراده لري چې د فرورۍ 2020 د امریکا او طالبانو توافقنامې ته بيا کتنه وکړي او ارزونه به کوي چې طالبانو د نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کولو ژمنه پورې کړې؟، په افغانستان کې يې تشدد کم کړی او د افغان حکومت او نورو شريکانو سره يې معني خېزې خبرې روانې کړي دي که نه دي.

د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند محمدنعيم ويلي طالبان هم ټينګار کوي چې واشنګټن دې دغه تړون چې څنګه شوی ؤ پوره کړي.

رپورټ: اياز ګل