د پاکستان پوځ ویلي په شمالي وزیرستان کې يې د ترهګرو سره نښته شوې چې پکې څلور ترهګر وژل شوي دي، په نښته کې دوه پوځيان وژل شوي او څلور ژوبل شوي هم دي.
پوځ د شورو/ چارشنبې په ورځ (درېمه فرورۍ) ناوخته ويلي، په ميرعلي کې ورته په یوه خونه کې د ترهګرو د موجودګۍ مالومات ترلاسه شوي وو.
ويل شوي پوځ بيا دغه ځای په ګېره کې اخستی او ترهګرو پرې ډزې کړي چې په پايله کې يې څلور ترهګر وژل شوي دي.
د پوځ مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار ويلي، د ترهګرو سره په نښته کې 42 کلن نايب صوبيدار امين الله او 24 کلن سپاهي شېر زمين وژل شوي دي.
د نصيب الله تعلق د چترال او شېرزمين تعلق د لنډي کوتل سره وو.
په نښته کې د څلورو نورو سرتيرو د ژوبلېدو هم ويل شوي دي.
پوځ د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو ويلي يې دي ياد ترهګر د تاوان دپاره تښتونو، قلنګ، په امنیتي سرتيرو بريدونو او چاودنو کې ککړ وو.
په 24م جنورۍ ناوخته هم د پاکستان پوځ ویلي وو چې د پټو استخباراتو په اساس یې دوه ځايه عملیات کړي او د دوه کمانډرانو په ګډون د پينځه ترهګرو د وژلو دعوه يې کړې وه.
په شمالي وزيرستان کې دغه عمليات په داسې وخت کې شوي چې په وروستيو کې په علاقه کې د بدامنۍ او هدفي وژنو پېښې هم رامنځته شوي دي.