اشرف غني:افغانستان کې دجګړې ختمېدو اؤ سولې ټینګېدو وخت راغلی دی

افغانستان څخه د شوروي ائتلاف د ځواکونو د وتلو د ۳۲کلیزې په اړوند خپل پیغام کې ولسمشر اشرف غني ویلي چې اوس په افغانستان کې دجګړې ختمیدو اؤ سولې ټېنګیدو وخت راغلی دی.

هغه ویلي افغانستان به یوې داسې دائمي سولې ته ورسیږي چې د ټولو افغانانو حقونه پکې خوندي وي.

هغه ویلي “په همدې ورځ د افغانستان د مسلمان ملت د جهاد په نتیجه کې د وخت د وخت د ټولو لویې اؤ قدرت مند پوځ وروستی سرتیری دحیرتان دلارې زمونږ دګران هیواد دخاورې څخه ووتلو اؤ دې سره د نړۍ یو ستر قدرت زمونږ په خاوره کې خپل شکست ومنلو اؤ دافغانستان نهه کلن اشغال پائ ته ورسیدو”

هغه ویلي په په هغه مهال دافغانستان څخه د پخواني شوروي ائتلاف دځواکونو وتل مسولانه نه وؤ اؤ دافغانستان د راتلونکي دپاره هیڅ رقم تدبیر په پام کې نه ؤ نیول شوی چې له امله یې افغانستان ګڼ اړخیزې کورنیو جګړو سره مخ شو اؤ دهیواد امنتیي ځواکونه، ملي بنسټونه اؤ مهمات تباه ویجاړ شول.

اشرف غني زیاته کړې چې اوس په افغانستان کې یوې داسې سولې ته فرصت برابر شوی چې دافغانستان نظامي اؤ ملکي بنیادونه پکې خوندي اؤ دپخوا په پرتله نور هم پیاوړي شي.

هغه پخپل دې پیغام کې دسولې ټینګیدو دپاره دافغانانو په یووالي هم ټینګار کړی دی.

په عین حال کې دافغانستان دملي جوړجاړي د شورا مشر عبدالله عبدالله هم ددې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې هېله ښکاره کړې ده چې افغانستان کې دسولې دپاره روانې هڅې به د څلویښت کلنې جګړې دپائ لامل شي.

د وي او ای اشنا د رپورټ ترمخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په ۱۳۵۸ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ چې وروسته د افغانستان د خلکو له مقاومت سره مخ شول او تر لس کلنې جګړې وروسته یې ماتې وخوړه او له نن څخه ۳۲کاله مخکې د سلواغې دمیاشتې پر ۲۶مه له افغانستان څخه ووتل.

رپورټ کې راغلي چې پر افغانستان د پخواني شوروي ئتلاف د یرغل پرمهال د ګڼو مالي، زیانونو ترڅنګ څه باندې یو میلیون افغانان وژل شوي، لسګونه زره کسان معذوره شوي او په میلیونونوو نور افغانان بیلابیلو هیوادونو ته کډوال شوي وؤ