د پاکستان پوځ دعوه کړې په شمالي وزیرستان کې د څلورو ښځو په وژنه ککړ تن يې وژلی

د پاکستان پوځ دعوه کړې په شمالي وزيرستان کې د څلورو ښځو په وژنه کې ککړ تن حسن خان چې د سجنا په نوم یاد وو د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د پوځ مطبوعاتي څانګې د نهې/ سه شنبې په ورځ (23 فرورۍ) يې ویلي امنیتي ځواکونو د استخباراتي مالوماتو په اساس یې په میرعلي کې عملیات کړي او په نښته کې د طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې کمانډر حسن خان چې په سجنا یاد وو وژل شوی دی.​

پوځ دعوه کړې چې حسن خان سیمه کې په خلکو د ریموټ کنټرول د لارې چاودنو او ترهګرۍ په پېښو کې ککړ وو، د دې ترڅنګ یې خلک هم تښتول او قلنګ به یې راټولولو.

په(22 فرورۍ) د شمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل کې څلور ښځې چې د يوې غېر دولتي ادارې کار کوونکې وې نامالومو وسله والو په ډزو وژلي وې د دوی تعلق د خیبر پښتونخوا بنو سیمې سره وو.

په وژل شوو کې د دوو خوېندو ورور زاهد وي او اې ډيوه سره په خبرو کې تيره ورځ ویلي وو د پېښې وروسته يې پلار د غمه د بې هوشۍ په حالت کې دی او مور يې هم د غمه په داسې حال کې شوې چې کله يو څه او کله بل څه وايي.

هغه ویلي وو په دغو دواړو خوېندو کې يوه واده او بله په کور وه دواړو به کار کولو او د کورونو خرڅ يې پوره کولو. هغه وويل د واده شوې خور نه یې ماشومه لور هم پاتې شوې ده.

تیره ورځ دشمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې د وژل شوو څلورو مطرمنو معامله په پارلیمان کې پورته کړې وه.

محسن داوړ ویلي وو چې په شمالي وزیرستان کې څلور مېرمنې په بې دردۍ سره ووژل شوې خو په دغه وژنو د پاکستان میډيا هم غلې ده او پارلیمان کې پرې هم چا هیڅ خبره ونکړه.

ښاغلي محسن داوړ چې کله وغوښتل په دغه موضوع پارلیمان ته خپله خبره مخې ته کېږدي نو د قامي اسمبلۍ اسپیکر دهغه مایک وربند کړی او هغه ته يې اجازه نه وه ورکړې چې په دې اړوند نورې خبرې وکړي.

خو اسپېکر اسد قیصر ويلي وو چې باید د خیبر پښتونخوا حکومت پارلیمان ته د یوې اوونۍ دننه د دغو وژنو او په دغه اړوند د پلټنو په هکله جذیات پارلیمان ته وړاندې کړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د ښځو د وژلو د پېښې غندنه کړې او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته راوستلو غوښتنه يې کړې وه.

د فرورۍ په 22 په بله پېښه کې په شوه تحصيل کې وسله والو ۱۰ کسان تښتولي وو پولیس وايي چې وروسته يې پکې څلور خوشې کړي دي.

د پولیسو په خبره د شپږو نورو تښتول شوي کسانو د راخوشې کولو لپاره پولیس، پوځ او ملېشه ځواکونو په ګډه د لټون عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه د دوی د تښتولو زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

خو د شمالي وزیرستان اوسېدونکی جمال داوړ ویلي وږ د سيمې نه د اته و څخه تر لسو پورې کسان تښتول شوي چې پکې د هغه د کورنۍ درې تنه هم شامل دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويلي وو، داسې مالومات ترلاسه شوي چې په علاقه کې نامالومه کسانو لاره نيولې او چې څوک ورغلي هغه یې د ځان سره بوتللي دي.

د پولیسو په خبره په تښتول شویو کسانو کې د میرعلي اوسېدونکی د ځايي حکومت یو چارواکې انجینیر همایون داوړ، وکیل عتیق داوړ، شهنشاه داوړ، د میرامشاه اوسېدونکی د صحت محکمې یو چارواکې مسود رحمان، د ایبټ اباد اوسېدونکی انجینیر حمزه او د میانوالې اوسېدونکی یاسر عباس شامل دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ایپۍ کلي کې د څلورو ښځو د وژنې او د لسو کسانو د تښتونې پرضد د شمالي وزیرستان په بیلا بیلو سیمو کې د احتجاجونو اعلان کړی وو.

له دې پیښو وروسته د شمالي وزیرستان پولیسو خبرداری ورکړی، چې لاقانونه ګرځول شوې د پاکستاني طالبانو ډله نور بریدونه هم کولی شي.

په دې خبرداري پاڼه کې ويل شوي چې پاکستانی طالبان دغسې نورې حملې په حکومت پلوه مشرانو، حکومت ته تسليم شويو وسله والو، امنيتي ځواکونو، پوليسو او اېن جي اوز هم کولی شي.

په دې پاڼه کې ټولو خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د خپل حفاظت دپاره ټول ضروري ګامونه واخلي او خپل امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

خبر پاڼه کې په خلکو غږ شوی چې خپل فعالیتونه محدود کړي اود غیرضروري غونډو او دستورو ته د تګ نه ډډه وکړي.

په دې خبر پاڼه کې خلکو ته دا هم ویل شوي چې که بلټ پروف یا مرمۍ ضد ګاډي لري نو باید هغې سفرونه وکړي او د تګ راتګ په مهال دې خپلې لارې هم بدلوي رابدلوي.

دخبرداري په دې پاڼه کې خلکو ته ویل شوي چې شمالي وزیرستان ته د ننوتلو یا د دې سیمې څخه د وتلو په مهال باید ضلعي پولیس ضرور خبر وساتي چې د امنیت انتظام ورته برابر کړي