واشنګټن ــــ امریکې پاکستان ته د هغو 30 جنګي هیلیکاپټرو د ورتګ مخه نیولې چې په ترکي کې جوړ شوي او پر پاکستان یې خرڅ کړي وو، خو پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بلومبرګ ورځپاڼې د خبر له مخې د ترکي د صدر دفتر ویاند ابراهیم کلین د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي:
"امریکې د ترکي مخه نیولې چې پر پاکستان خپل هیلیکاپټر خرڅ کړي، دا به اسلام اباد اړ کړي چې له چینه یې واخلي".
اې ټي اې کې ټي-129 هیلیکاپټر دوې انجنې لري چې دوه سیټونه لري، دوه کسان یې چلوي او په هر موسم کې الوتلای او برید کولای شي، دې هیلیکاپټر ته د امریکا جوړې انجنې ور لګېدلې دي.
د ترکي د صدارتي دفتر ویاند ښاغلی کلین وايي، د امریکې دغه اقدام د دې هېواد ګټو ته زیان رسولای شي.
ترکي او پاکستان په 2018م کال کې د ترکي جوړو هیلیکاپټرو لپاره د 1.5 اربه ډالرو تړون کړی وو، خو پاکستان ته د دغو هیلیکاپټرو ورکول ځکه ځنډېدلي وو، چې پېنټاګان یې د انجنو د لایسنسونو له ورکولو انکار کړی وو.
ترکي وایي امریکې چې د هیلیکاپټرو د انجنو د لایسنسونو او د پېټریاټ په نوم د هوایي دفاعي توغندیو له ورکولو انکار وکړ، نو ترکي هم پرېکړه کړې چې له روسه ایس-400 توغندي واخلي.
رپوټونه وایي امریکې پاکستان ته د ترکي د هیلیکاپټرو د مخنیوي لومړی اعلان د 2019م کال په جولای میاشت کې هغه وخت وکړ، چې څو ورځې وروسته پخواني صدر ډانلډ ټرمپ له وزیراعظم عمران خان سره په واشنګټن کې ملاقات کاوه.
د اسلام اباد او انقرې تر منځ دا تړون پاکستان ته دا موقع ورکوي چې که د ترکي هیلیکاپټر ور نه کړل شو نو کولای شي دا تړون ختم کړي او له چین څخه زیډ-10 هیلیکاپټر واخلي.
د امریکې او پاکستان د حکومتونو له اړخه تر اوسه په دې اړه کوم رسمي بیان مخې ته نه دی راغلی.