براډ شیټ رپورټ:حکومت وایي د زرداري په ضد بیا دسویس اکاونټونو قضیه راسپړلی شي

دپاکستان دحکومت له لوري هېواد نه بهر دسیاستدانانو دپنګو معلومولو دپاره “براډ شیټ” کمپنۍ ته د اربونو روپو د ورکړل کیدو دپلټنو دپاره دجوړ دولتي کمیشن د دپلټنو رپورټ خپور کړل شوی چې پکې په بیورو کریسي د ریکارډ پټولو تور لګول شوي.

حکومت وایي د کمیشن د رپورټ په رڼا کې دپخواني صدر اصف علي زرداري په ضد د سویس اکاونټونو دوسیه بیا راسپړل کیدی شي .

حکومت د وکیل احمربلال صوفي،حسن ثاقب،غلام رسول،عبدالباسط اؤ شاهد علي بیګ په ضد دجنایي جرمونو دقانون لاندې د کارروایۍ اعلان هم کړی اؤ وایي په برتانیه کې موجود طارق فواد نومې تن به هم دقانون منګولو ته راوستل کیږي چا چې دبراډشیټ معامله پیل کړې وه.

ددې ترڅنګ حکومت دپخواني صدر اصف علي زرداري ضد د سویس اکاونټونو دقضیې بیا راسپړلو اشاره هم کړې ده.

سږکال دجنورۍ په میاشت کې مرکزي کابینې د براډشیټ معاملې دپلټنو اؤ ددې څخه دناجائزه ګټو پورته کوونکو معلومولو دپاره دپلټنو پینځه کسیزه کمیټي جوړه کړې وه اؤ تر هغې وروسته وزیراعظم عمران خان دسپریم کورټ پخوانی جج شیخ عظمت سعید د براډ شیټ دپلټنو د کمیټۍ مشر ټاکلی ؤ.

کمیشن خپل دپلټنو رپورټ یوه اوونۍ وړاندې حکومت ته سپارلی ؤ چې دا رپورټ پرون د زیارت په ورځ دمرکزي کابینې غونډې ته وړاندې کړل شوی ؤ اؤ اوس حکومت د ولس مخې ته راوړی دی.

دکابینې له غونډې وروسته مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دهیواد دسائنس مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي چې عظمت سعید په سوئس کې د اکاونټونو اصل ریکارډ راپیدا کړی دی اؤ اوس یو وارې بیا دهیواد د پخواني صدر اؤ دپیپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري په ضد سوئس کې د اکاونټونو لرلو دوسیه یا کیس پرانستل کیدی شي.

هغه ویلي کله چې په دې دوسیه کې اصف علي زرداري په تیرو وختونو کې بري کړل شوی ؤ نو هغه مهال ویل شوي وؤ چې داحتساب قامي ادارې نیب سره سوئس کې د موجودو اکاونټونو اصل ریکارډ نه ؤ خو اوس حکومت دا ریکارډ‌ په لاس کې لري اؤ قانوني ټیم یې جاج هم اخلي.

پاکستان پیپلز پارټۍ ،پخپله اصف علي زرداري یا دهغه کورنۍ لا دحکومت دې څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې اصف زرداري څو کرته واضحه کړې ده چې دهغه په ضد دسویس اکاونټونو مقدمې دسیاسي انتقام په اساس درج کړل شوې وې.

هغه ویلي دبراډ شیټ کمیشن دپورټ په اساس کابینې د پینځوؤ کسانو په ضد دجنایي جرمونو دقانون لاندې د ګامونو اخستو امر کړی چې هغې کې د ایف بي ار د هغه وخت د دوؤ چارواکو احمر بلال صوفي اؤ حسن ثاقب شیخ نومونه شامل دي.

همدا شان دقانون د وزارت د جوائنټ سکتر غلام رسول،برتانیه کې دپخواني مرستیال هائي کمشنر عبدالباسط، دلندن سفارتخانه کې د اډټ اؤ مالیاتو د ډایریکټر شاهد علي بیګ اؤ د معاهدې د راجوړونکي طارق فواد ملک په ضد هم کابینې د ګامونو اخستلو امر کړی دی.

په دې رپورټ کې په سرکاري محکمو اؤ بیور کریسي د دهمکارۍ نه کولو اؤ ریکارډ‌ پټ‌ ساتلو تورونه لګول شوي اؤ ویل شوي چې دبراډ شیټ ریکارډ هرځائ،، هره محکمه کې اؤ حتی تر دویم براعظمه ورک کړل شوی ؤ.

رپورټ کې ویل شوي چې کاووی موسوي یو سزا یافته سړی دی اؤ هغه په ځېنو شخصیاتو تورونه لګولي چې ددغو تورونو پلټنې د کمیشن په ټي او ارز کې شاملې نه دي اؤ که حکومت غواړي نو د دکاووی موسوي د تورونو پلټنې کولی شي.

د رپورټ‌ ترمخه د سویس کیسونو ریکارډ په دولسو سفارتي بیګونو کې دنیب سره موجود دی ا‌ؤ دا جائزه باید نیب واخلي چې دا ریکارډ یې پکار راتلی شي که نه ؟

رپورټ کې دا هم ویل شوي چې دحکومتي نظام له امله د هیواد بدنامي شوې اؤ مالي زیان هم ور اوښتی دی .

رپورټ کې ویل شوي چې سیاسي فشارونه په عمومي ډول په چارواکو دناسمو پرېکړو کولو لامل جوړیږي