قهرژن احتجاجونه:فرانس خپلو وګړو اؤ کمپنیو ته پاکستان نه د وتلو مشوره ورکړه

پاکستان کې دیوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک لخوا دفرانس په ضد دخورې شوې مذهبي کرکې په ترڅ کې اسلام اباد کې دفرانس سفارتخانې خپلو وګړو اؤ کمپنیو ته په لنډ مهاله توګه دپاکستان پرېښودو مشوره ورکړې ده.

دنړیوالې خبرې شبکې ای ایف پي د رپورټ له مخې د فرانسیې دسفارتخانې لخوا خپلو وګړو اؤ کمپنیو ته د پاکستان پرېښودو په بابله دا ایمیل وروسته له هغې شوی چې پاکستان کې دتندره مذهبي ډلې تحریک لبیک لخوا دتشدد ډکې مظاهرې پیل شوې اؤ دې هیواد نه دفرانس دسفیر ویستلو غوښتنې زور ونیولو.

دسفارتخانې ایمیل کې ویل شوي چې” پاکستان کې دفرانس ګټې دسختو ګواښونو سره مخ دي ځکه نو دفرانس وګړو اؤ کمپنیو ته په لنډ مهاله توګه له دې هیواده د وتلو مشوره ورکول کیږي”

په دې وروستیو کې دفرانس دصدر ایمانویل میکرون په یوه مجله کې داسلام دستر پیغمبر محمد(ص) دسپکاوي دخاکو خپریدو په پلوۍ څرګنډونې کړې وې چې دهغې له امله تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک ګرډ هیواد کې قهرژن احتجاجونه کړي وؤ اؤ پلازمینه اسلام اباد ته دننوتلو په موخه داسلام اباد په خوله کې لاریون هم کړی ؤ.

وروسته په شپاړسم نومبر ددغه لاریون خورولو په غرض حکومت د تحریک لبیک مشرانو سره یوه لوظنامه کړې وه اؤ په دې لوظنامه کې یې ژمنه کړې وه چې دفرانس دجوړو شیانو به پاکستان په رسمي کچ بائیکاټ کوي، پاکستان نه به دفرانس سفیر ویستلی اؤ هم به د فرانس نه خپل سفیر بېرته رابللی شي .

حکومت هوډ ښکاره کړې ؤ چې دتحریک لبیک مشرانو سره شوې لوظنامه به پارلیمان ته د منظورۍ دپاره وړي خو ددې دپاره یې د نور وخت مهلت غوښتی ؤ ،خو ددغه تندروه ډلې مشر سعد رضوي تیره اوونۍ دخپلې ډلې خلکو باندې غږ کړی ؤ چې احتجاج ته ملا وتړي.

دسعد رضوي د احتجاج داعلان نه وروسته دپاکستان حکومت هغه نیولی اؤ دهغه پلویانو دتیرو څو ورځو راهسې په ګرډ هیواد کې د خپل مشر دنیول کیدو‌ په ضد احتجاجونه پیل کړي چې په دې احتجاجونو کې دواړو خواؤ ته دځاني زیانونو اوښتو ناتائیده رپورټونه مخې ته راغلي دي.

دپاکستان مرکزي کابینې د زیارت په ورځ په تحریک لبیک پاکستان دبندیز لګولو منظوري ورکړې ده خو په دې حکومتي پرېکړه لا د یادې ډلې دمشرانو غبرګون مخې ته نه دی راغلی