واشنګټن ـــ د امریکې د دفاع وزارت چارواکو تایید کړې ده چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو خپله تر ټولو لوی مرکز بګرام هوایي اډه خالي کړې او افغان ځواکونو ته یې سپارلې ده.
د کابل شمال لور ته په 60 کیلومیټرۍ کې دا اډه شاوخوا دوې لسیزې د امریکایي ځواکونو په کنټرول کې وه چې له واک څخه د طالبانو د لرې کولو او د القاعده ډلې او طالبانو په ضد د ترهګرۍ ضد جګړه کې ترې کار اخیستل کېده.
د افغانستان د دفاع وزارت د بګرام اډې د ور سپارل کېدو خبره تایید کړې او وایي نور به ورڅخه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرۍ په ضد کار ترې اخلي. د دې وزارت ویاند روح الله احمدزي پر ټویټر لیکلي:
" د بګرام لویه پوځي اډه چې مخکې له دې بهرني ځواکونه پکې میشت وو، تخلیه او نن د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شوه چې وروسته له دې به افغان پوځیان په دې اډه کې میشت کېږي".
طالبانو د امریکایي ځواکونو له خوا د بګرام هوايي اډې د خالي کېدو هرکلی کړی دی، د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې دوی غواړي ټول بهرني ځواکونه د افغانستان له ټولو برخو ووځي:
"موږ له بګرام څخه د ټولو امريکايي ځواکونو وتل يو ښه ګام بولو، دا هم د هغو هېوادونو په ګټه دی او هم د افغانانو. د بهرنيو ځواکونو په بشپړ وتلو سره افغانان د سولې او امن لور ته نیژدې کېدلای شي".
په کابل کې د سولې او جګړې د انسټیټیوت مشر تمیم عاصي وایي د بګرام پوځي هوایي اډه هم د پخواني شوروي اتحاد او امریکایي ځواکونو دواړو لپاره د ننوتلو او وتلو لاره پاته شوې ده.
تمیم عاصي وي او اې ته وویل "د یو مهم مرکز او هوایي میدان په توګه د بګرام پوځي اډه په افغانستان کې د امریکې د لاسوهنې د ټولو ښو او بدو کارونو نخښه ده".
د امریکې د دفاع وزارت وایي د امریکایي او بهرنیو ځواکونو عمومي مشر جنرل سکاټ میلر لا هم په افغانستان کې دی او د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر څاري. د دفاع وزارت یو چارواکي وي او اې ته د نوم نه ښوولو په شرط ویلي:
"جنرل میلر لا هم د خپلو ځواکونو د دفاع لپاره ټول واک او وړتیاوې لري".
جنرل سکاټ میلر د جمعې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره هم لیدلي دي. له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حالاتو باندې خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي:
"په دغه کتنه کې له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو او همکاریو د دوام په ځانګړي ډول د افغانستان او بین المللي ټولنې تر منځ د مناسباتو په نوي فصل کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وشوې".
بګرام پوځي اډه په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه وه چې ځینې سیاسي بندیان هم پکې ساتل کېدل. دا اډه په 1950م کال کې جوړه شوه چې شوري ځواکونو د 80 په لسیزه کې تر کار اخیسته.
امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو تر دې مهاله د بګرام اډې په ګډون په کندهار، بلخ، هلمند، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې هم خپل پوځي مرکزونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
اټکل کېږي چې ټول امریکایي ځواکونه به په روانه جولای میاشت کې له افغانستانه د ولسمشر جوبایډن تر ټاکلې نېټې د ستمبر تر یوولسمې مخکې ووځي، خو پېنټاګان وایي په کابل کې د خپل سفارت او د کابل هوایي ډګر د ساتنې لپاره به څو سوه پوځیان په دې هېواد کې پرېږدي خو کره شمېر یې نه دی ویلی.