کوټه: سي ټي ډي د پينځه مشکوک ترهګرو د وژلو دعوه کړې

د بلوچستان صوبې د سي ټي ډي پوليسو ويلي په کوټه کې يې د مشکوک ترهګرو پرضد عمليات کړي او پینځه ترهګر يې وژلي دي.

سي ټي ډي پوليس چې د ترهګرۍ پرضد عمليات کوونکې د پوليس ځانګړې ډله ده، وياند يې دعوه کړې چې تيره شپه کوټې ته نزدې د هزار ګنجي په کلي ګلزار کې دوی ته د ترهګرو د شتون په اړه مالومات ترلاسه شوي وو.

هغه ويلي، سي ټي ډي او نورو قانون پلي کوونکو ادارو په ګډه باندې د ترهګرو په ضد عمليات کړي دي.

هغه زياته کړې اول يې وسله والو ته د وسلې اېښودو ويلي خو دوی د وسلې اېښودو په ځای ډزې پېل کړې او بيا امنیتي ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې چې په نتيجه کې یې پينځه وسله وال ووژل شو او تر دوو ساعتو پوري دغه عمليات روان وو.

د سي ټي ډي ویاند ادعا کوي چي په دغو عملياتو کې" د بلوڅ وسله وال سازمان (بي اېل ای) پينځه ترهګر وژل شوي دي." هغه زیاته کړه چې درې وسله وال و تېښتېدل چي پلټنې رواني دي.

ازادو سرچينو او د يادې ډلې لخوا په دغه اړه تراوسه څه نه دي ويل شوي.

بلوچ لبرېشن ارمي نومې ډله پاکستان په کال 2006 کې لاقانونه ډله ګرځولې ده.

ياده ډله هم وخت په وخت په بلوچستان کې په امنيتي ځواکونو د بريدونو زمه واري قبلوي. تيره میاشت هم سي ټي ډي د بي اېل اې نومې ډلې د څلور وسله والو د وژلو دعوه کړې وه.