په قطر کې د افغان دولت اؤ طالبانو دمذاکراتي ډلو ترمنځ دبین الافغاني مذاکراتو په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا خبرې اترې شوي دي.
دا د دواړو لوریو دا مذاکراتي ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې دلویې اختر دنمونځ په مهال هم دافغانستان دصدارتي ماڼۍ ماڼۍ ترڅنګ د راکټونو بریدونه بریدونه شوي وؤ.
ددغو بریدونو په مهال افغان ولسمشر اشرف غني،پخوانی ولسمشر حامدکرزی،دملي پخلاینې دشورا مشر عبدالله عبدالله،خارجه وزیر حنیف اتمر اؤ نور لوړپوړي چارواکي د ارګ دننه داختر نمونځ ته ورټول شوي وؤ.
هر څو که طالبانو ددغه برید پړه پغاړه نه ده اخستې خو داختر په موقعه دطالبانو مشر مولوي هیبت الله اخندزاده خپل پیغام کې د اوربند په اړه غلی پاتې شوی ؤ.
په قطر کې د سولې دبین الافغاني خبرو په اړه دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په ټویټر لیکلي
“نن غرمه د لوی اختر په دریمه ورځ د بین الافغاني مذاکراتو د ټیمونو تر منځ ناسته ترسره شوه. په ناسته کې د اختر مبارکۍ تر څنګ د واړو لوریو له خوا د مذاکراتو د پروسې پر دوام، چټکتیا او اغیز منتیا بحث او ټینګار وشو”
طالبانو یا افغان دافغان دولت مذاکراتي ددې خبرو نور جذئیات لا رسنیو ته نه دي په ډاګه کړي
خو په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي دطالبانو لخوا د داسې ټویټونو نه په میلینونو هغه افغانان ناهیلي دي چې دجګړې پایته رسیدل غواړي.
طاهر خان د طالبانو د ویاند ډاکټر محمد نعیم ټویټ ته پخپل جواب کې لیکلي "دواړه غاړې وخت پاس کوي اؤ پرمختګ ته اراده نه لري"
د غټ اختر نه مخکې هم په دوحه کې د افغانستان دملي پخلاینې دشورا دمشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ قطر کې دافغان دولت د استازي پلاوي اؤ طالبانو دمشرانو ترمنځ خبرې اترې شوې وې .
دغې ناستې ته خپله وینا کې دطالبانو دمذاکراتي پلاوي مشر ملاعبدالغني برادر ویلي وؤ مذاکراتو کې هغسې پرمختګونه نه دي شوي څنګه چې دخلکو هېلې وې خو بیا هم باید خلک ددې خبرو اترو څخه ناهیلي نه شي.
په دې وروستیو کې دافغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو دلړۍ پیل کیدو سره سم دافغانستان بیلابیلو برخو ته دجګړو لړۍ پراخه شوې اؤ طالبان دعوې کوي چې په شلګونو ولسوالۍ یې دخپل واک لاندې راوستي دي .
خو افغان دولت بیا دطالبانو دا ادعاوې یوازې یوه پروپیګنډه بولي اؤ وایي په زمکه داسې هیڅ نشته چې ګنې طالبانو د افغانستان زیاته برخه خاوره دخپل تسلط لاندې راوستې ده.
افغان حکومت دا هم وایي چې که چرې دطالبانو دعوې دا دعوې ریښتیا وي چې دافغانستان زیاته برخه خاوره یې نیولې نو بیا د دوئ مشران بهر ولې میشت دي اؤ ولې دهیواد دننه نه اوسیږي؟