ډي ايي خان، وزيرستان او پېښور کې د پوليو ټيمونو ساتونکو پولیسو باندې بريدونه، دوه سرتيري پکې وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په ‌ډېره اسماعيل خان، جنوبي وزيرستان او پېښور کې د پولیو د ټيمونو په ساتنه مامور پولیس سرتيرو باندې بريدونه شوي چې پکې دوه سرتيری وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

په جنوبي وزيرستان کې د بدامنۍ نورې پېښې هم شوی يو سرتيری پکې وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د پوليو د ټيمونوپه ساتنه مامورو پوليسو باندې د برید تازه پېښه نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (دوېم اګست) په ډېره اسماعيل خان کې شوې ده.

د ډېره اسماعيل خان د پوليسو وياند امتياز علي ويلي، نن سهار د کلاچي پولیس تاڼې په حدودو کې نامالومو وسله والو د پوليو ډيوټۍ له روان پوليس سرتیري دلاور خان باندې ډزې کړي چې پکې سرتیری وژل شوی دی.

هغه ویلي د پېښې وروسته لوړ پوړي چارواکي سره د نورې نفرۍ موقعې ته رسېدلي او د لټون عملیات يې پېل کړي او پینځه مشکوک کسان نيول شوي دي.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

په خېبرپښتونخوا کې د جمعې په ورځ (30 جولايۍ) د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېل کړی شوی وو.

پرون په جنوبي وزیرستان او پېښور کې هم د پوليو ټیمونو په ساتنه مامورو پولیسو باندې دوه بريدونه شوي چې پکې په جنوبي وزيرستان کې پولیس سرتیری ژوبل شوی او په پېښور کې وژل شوی وو.

د جنوبي وزيرستان پوليس مني چې په لدها سب ډوېژن کې د پوليو په ډيوټۍ مامور پولیس سرتيري په خپل ګاډي (موبايل وېن) کې بیرته د ډیوټۍ څخه ستنېدل او ماين چاودنه پرې شوې چې پکې يو سرتيری ژوبل شوی دی.

پرون د پېښور د داودزۍ تاڼې په علاقه کې د پوليو ډيوټۍ نه بيرته روان پولیس سرتیری هم د نامالومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی وو.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو پروګرام د مخنيوي چارواکي وايي د يادو پېښو وروسته په صوبه کې د پولیو کمپاين نه دی ودرول شوی دی.

په جنوبي وزیرستان کې د بدامنۍ نورې پېښې

په جنوبي وزیرستان کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ د بدامنۍ دوه نورې پېښې هم شوي دي.

يادې دواړه پېښې په شکتویي تحصيل کې شوي په يوه چيک بريد کې يو سرتيری وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

امنيتي سرچيني وايي په بله پېښه کې د ماينونو په پاکولو مامورو سرتيرو باندې ماين چاودنه شوې او دوه نور سرتيري پکې ژوبل شوي دي.

پوليسو دواړه پېښې تاييد کړي دي.

په جنوبي وزيرستان کې د پرونو پېښو زمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.

پرون د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او اې ډيوه ته ويلي وو د يادو پېښو وروسته د ضلعې په لرې پرتو علاقو کې د لټون عملیات پېل کړی شوي او څو مشکوک کسان یې نيولي هم دي.

بل لور ته پرون بيا مسيد قوم په بروند علاقه کې جرګه کړې او درې غوښتنې يې کړې وې.

دوی په علاقه کې د امنیت، د عملياتو په مهال د عامو خلکو د نه ځورولو او بې ګناه خلکو نه نيولو غوښتنې کړې وې، دوی ویلي وو که څوک ګناهګار نيول کيږي پکار ده چې عدالتونو ته وړاندې شي.