امريکې د نړۍ 65 هېوادونو ته د کرونا 110 ملینه ويکسين ورکړي

د امریکې صدر جوبايډن د نهې/سه شنبې په ورځ ويلي چې د نړۍ 65 هېوادونو ته يې د کرونا 110 ملينه ويکسين لېږلي او دغه کار ته يې لوی ګام ويلي دي.

هغه ويلي دغه ويکسين چې امريکا ورکړي د چين او روس په ګډون د 24 هېوادونو لخوا د ورکړی شوو ويکسینو څخه ډېر دي.

بايډن ويلي امریکا د دغو ويکسينو په بدل کې هيڅ نه غواړي.

هغه زیاته کړه په دغه کار کې يې د خوښې نا خوښې هيڅ نه دي کړی يواځې د خلکو زندګۍ بچ کول غواړي.

د امریکې صدر ویلي هغه هېوادونه چې وړتيا لري خپلې ابادۍ ته یې ويکسین پوره کړي دي پکار ده چې د غریبو هېوادونو مرسته وکړي.

دغه ويکسين چې امريکا نړۍ ته ورکړي پکې يې پاکستان ته هم ويکسين او نورې مرستې ورکړي دي.

په 30 جولايۍ امریکا ویلي وو پاکستان ته يې درې ملينه موډرنا ويکسين ورکړي دي، له دې وړاندې هم امريکې پاکستان ته دوه نيم ملینه نور ويکسين ورکړي وو.

د صحت نړيوالې ادارې ویلي تراوسه پورې چې د نړۍ په څومره هېوادونو کې د کرونا ضد ويکسین وېشل شوي هغه کم دي.

د صحت د نړيوالې ادارې ډايريکټر جنرل اېډهانوم ګېبرس ویلي چې د نړۍ څخه د کرونا وبا ختمولو دپاره اړينه ده چې د راتلونکي کال د اخرې پورې د نړۍ د ټولې ابادۍ 70 فيصده برخې ته ويکسين لګېدلي دي او د هغې دپاره 11 اربه ویکيسن پکار دي.