ډېره اسماعيل خان: په وسله وال بريد کې د کسټم درې کارمندان ووژل شو

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې د نامالومو وسله و الو په ډزو کې د ګمرک يا کسټم در ې کارمندان وژل شوي دي.

د ډېره اسماعيل خان پولیس وايي دا پېښه نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (نهم اګست) د ډېره اسماعيل خان د درابن تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده.

مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې پوليسو ويلي، د ګمرک کار کوونکي په ډيوټۍ وو ناڅاپه پرې ترهګرو بريد کړی دوه کار کوونکي فاروق جان او محمد بشير په ځای وژل شوي دي.

د خبر ترمخه د ګمرک درېم کار کوونکی چې هغه هم فاروق خان نوميږي د ډېره اسماعيل خان په ضلعي روغتون کې يې د درملنې په مهال ژوند د لاسه ورکړو.

په سمدستي ډول د دې بريد زمه واري چا نه ده منلې.

په ډېره اسماعيل خان کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې پرون د ډېره اسماعيل خان پوليسو دعوه کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان يو مهم کمانډر په عملیاتو کې وژل شوی وو.

پوليسو ويلي د ترهګرو د پټو مالوماتو د موجودګۍ په اساس عمليات شوي او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان ګنډا پور ډلې مهم کمانډر شېخ وقاص (خالد) وژل شوی دی.

پولیسو دعوه کړې وژل شوی کمانډر شېخ وقاص د پوليسو او هدفي وژنو په څو پېښو کې ککړ وو او د سر قيمت يې 30لکه روپۍ مقرر کړی شوی وو.

پرون د جنوبي وزیرستان د لدها تحصيل په تنګي بودينزۍ علاقه کې هم یوه چاودنه شوې او د امنيتي سرتيرو ګاډی په هدف شوی او دوه سرتيري پکې ژوبل شوي وو.