ملګري ملتونه: کره رپوټونه لرو طالبانو خلک په دار کړي او بشري سرغړونې یې کړې

واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې میشل بېچلې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول وروسته حالاتو باندې ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي کره او باوري رپوټونه یې تر لاسه کړي چې طالبانو د بشري حقونو سنګینې سرغړونې کړې دي.

مېرمن میشل بېچلې د اګست پر 24مه د پاکستان او اسلامي همکارۍ د سازمان په غوښتنه په جېنېوا کې جوړې شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا بیړنۍ غونډې ته وویل، طالبانو په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې عام خلک په بیړنۍ توګه په دار کړي او پر ښځو یې بندیزونه لګولي.

ملګرو ملتونو دا غونډه په داسې وخت کړې ده چې طالبانو د اګست له پینځلسمې له پنجشېر ولایت پرته د افغانستان کنټرول په لاس کې اخیستی او په پایتخت کابل کې ځینو ښځو خبریالانو او د دفترونو کارکوونکو شکایتونه کړي‌ چې خپلو کارونو ته نه دي پرېښوول شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې پر طالبانو ږغ کړی د ښځو، نجونو او همدارنګه د افغانستان د بېلابېلو قومونو او مذهبي اقلیتونو حقونو ته دې درناوی ولري او له انتقامي کارونو دې لاس واخلي.

مېرمن بېچلې له ښځو سره د طالبانو چلند "بنیادي‌ سره کرښه" بللې او ویلي یې دي دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې ښځو ته د حقونو ورکولو په اړه خپلې ژمنې په عملي توګه ثابتې کړې. مېرمن بېچلې په ټینګار سره ویلي چې طالبان دې د ښځو ازادۍ او ګرځېدو، تعلیم، د خبرو او کار کولو حقونو ته درناوی ولري:

"زه په کلکه له طالبانو غواړم چې د ذمه وار حکومت کولو او د بشري حقونو د ساتلو لاره خپله کړي او د هغو ټولو خلکو د حقونو په ګډون- چې د څو لسیزو جګړو اغېزمن کړي- د ټولنیزې همږغۍ او پوخلاینې د بیا جوړېدو لپاره کار وکړي".

طالبانو سمدستي د ملګرو ملتونو د دغو اندېښنو او د عامو خلکو د اعدامونو او بشري سرغړونو په اړه څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې یې دا ډول دعوې رد کړې دي.

د بشري حقونو د شورا مشرې له خپلې شورا هم په ټینګار سره غوښتي د افغانستان روانو حالاتو ته په کتو سره دې زړور او کلک ګامونه واخلي او په دې هېواد کې د بشري حقونو د حالت خصوصاً د طالبانو د ژمنو د عملي کولو د څارنې لپاره دې یوه ځانګړې تګلاره جوړه کړي.

طالبانو د کابل تر کنټرول وروسته په وار وار خلکو او نړۍ ته ډاډ ورکړی چې حکومت به یې له خپل پخواني حکومته بېل وي او د ټولشموله حکومت تر څنګ به ښځو ته هم له اسلامي اصولو سره سم په دفترونو کې د کار کولو اجازه وي، خو لا هم د دوی دغو ژمنو ته د شک په سترګه کتل کېږي او خلک پرې په بشپړه توګه باور نه لري.

په تېرو ورځو کې د ناروې یوې څېړنیزې ادارې د ملګرو ملتونو په همکارۍ یو رپوټ خپور کړی وو او ویلي یې وو چې طالبانو اوس په هغو خلکو پسې کور په کور پلټنه پیل کړې چې له حکومت او بهرنیانو سره یې کار کړی وو، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې خبري غونډې ته دا دعوې رد کړې.

ملګرو ملتونو د افغانستان د حالاتو په اړه بیړنۍ غونډه په داسې وخت کې کړې چې لا هم زرګونه خلک خصوصاً هغه چې له تېر افغان حکومت یا بهرنیانو سره کارونه کړي د طالبانو له ډاره له هېواده د تېښتې په حال کې دي.

د بشري حقونو شورا په بېړنۍ غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن مشرې شهرزاد اکبر هم ګډون کړی وو، هغې په افغانستان کې روان حالات ښه ونه‌ ګڼل او ويې ‌ویل چې ښځې له کار کولو منع شوي او ښوونځي بند پاته دي. مېرمن شهرزاد ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د دې حالت د بدلون لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې میشل بېچلې پر ټولو هېوادونو ږغ وکړ، چې افغان کډوالو ته دې له هېواده د وتلو خوندي لاره ورکړي، د پناه اخیستلو او هلته مېشتېدو پرواګرام دې پراخ کړي او له خپلو هېوادونو د افغانانو د بیرته ستنولو کار په سمدستي توګه ودروي.