شیخ رشید:پاکستاني طالبان به پخپله زمکه ترهګرۍ ته پرې نه ږدو

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي پاکستان به ټي ټي پي یا دپاکستاني طالبانو تحریک پخپله خاوره ترهګرۍ ته پرې نه ږدي.

اسلام اباد کې رسنیو سره خبرو کې هغه ویلي پاکستان دافغانستان په یوه ستونزه کې هم نیغ په نیغه ککړ نه دی اؤ دافغانستان مسله دافغان ولس خپله مسله ده چې هم دوئ به یې هواروي.

خو برعکس بیا په کابل دطالبانو له قبضې وروسته په ټولنیزو رسنیو په پاکستان افغانستان کې د لاسوهنو تورونو کې شدت پیدا شوی دی.

پاکستان افغانستان کې دلاسوهنې تورونه په سختۍ سره ردوئ اؤ دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وویل پاکستان دافغان امن په معامله دنړۍ سره ولاړ دی اؤ افغانستان کې امن دپاکستان دامن په معنا دی.

نوموړي وویل دپاکستان وزیراعظم عمران خان به راتلونکو څو ورځو کې دافغانستان په وضعیت نړۍ ته خطاب یا وینا هم وکړي.

شیخ رشید وویل په پاکستان دا مهال دکډوالو هیڅ بوج نشته د تورخم اؤ چمن لارې پرانستې پرتې اؤ په تیرو پینځوؤ ورځو کې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ تجارت نیم په نیمه زیات شوی دی.

هغه پخپلو خبرو کې هند دپاکستان په ضد په سازشونو تورن کړو اؤ وئ ویل هند د سي پیک په ضد سازشونه کوي خو ددنیا هیڅ یو طاقت دسي پیک مخې ته خنډ نه شي جوړیدی اؤ په سي پیک کارکوونکو ټولو چینایي وګړو ته به تحفظ ورکولی شي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په هند تورونه لګولي چې دبلوچستان دلارې پاکستان کې ترهګري کوي خو هند دپاکستان دا تورونه ردوي اؤ پخپله پاکستان ته دیو ترهګر هیواد لقب ورکوي.

هندي چارواکي وایي پاکستان دترهګرو ډلو سرپرستي کوي اؤ دغه ډلې افغانستان اؤ هند ته د ترهګرۍ دپاره استوي.

شیخ رشید وویل افغانستان کې دهند قونسلګرۍ دپاکستان په ضد دسازشونو دپاره کارول کیدې اؤ اوس هند په افغانستان کې ماتې خوړلې ده چې په دې دهند پریشاني لارمي ده.