د چمن په پوله يواځې اسنادو لرونکو خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کيږي

د افغانستان سره د پاکستان د بلوچستان صوبې د چمن په سپين بولدک پوله يواځې هغو کسانو ته د پولې دواړو غاړو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کيږي د چا سره چې سفري اسناد وي.

د چمن مرستیال کمشنر جمعه داد مندوخېل وي او اې ډيوه ته ويلي، په پوله يواځې هغو کسانو ته د تګ راتګ اجازت دی د چا سره چې د افغانستان د کندهار ولايت تذکره وي او د چا سره چې د پاکستان د چمن ضلعې شناختي کارډ وي.

هغه وویل له دغو پرته نور څوک هم په پوله دواړو غاړو ته نه پرېښودل کيږي.

مندوخېل زياته کړه په پوله د افغانستان د لوري د افغان کډوالو پاکستان پله راتګ په مکمله توګه بند دی.

هغه دا هم وويل چې په چمن کې افغان کډوالو خپله خېمه بستي جوړه کړې وه او دغو خلکو ځان ته افغان کډوال ویل، د مرستیال کمشنر په وېنا دا هغه خلک وو چې په کوټه، چمن او پشين کې اوسېدل او د مرستو په تمه راټول شوي غېر قانوني خېمه بستي يې جوړه کړې او د پلټنو وروسته دغه کسان خپلو ځايونو ته ولېږل شو او ځينې بيرته افغانستان ته ولېږل شو.

هغه وويل دغه خېمه بستي هم ختمه کړی شوې ده.

مندوخېل وويل د پاکستان د حکومت لخوا تراوسه پورې د کېمپونو جوړولو کومه پرېکړه نه ده شوې.

د پاکستان د لوري افغانستان ته په کم شمېر کې خلک روان دي خو د پولې د پورې غاړې نه د ترلاسه شوو کره راپورونو ترمخه اوس هم د زرګونو په شمېره کې افغانان ايسار دي او هڅې کوي چې پاکستان ته راواوړي خو پاکستاني چارواکو يې په سختۍ سره مخه نیولې ده.

دوه ورځې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د سپين بولدک په پوله پورې غاړې ته د خلکو په ډېره ګڼه او ټېل ماټېل کې دوه کسانو ژوند دلاسه ورکړی وو.

د افغانستان سره د چمن په پوله د اسنادو سختي په داسې وخت کې شوې چې په 15 اګست طالبانو کابل او د افغانستان زياتې برخې نيولي دي.

د پولې د پورې غاړې نه خبريالانو وي او اې ډیوه ته ویلي چې د افغانستان او په ځانګړي ډول د کندهار څخه د 15 اګست وروسته د افغانانو د چمن پولې ته راتګ سېوا شوی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد پرون په دوېم ستمبر په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي وو که چرته د افغانستان څخه د چمن په پوله د خلکو راتګ سېوا کيږي دوی کولی شي چې د چمن پوله په مکمله توګه وتړي.

له دې وړاندې نوموړي د افغانستان څخه د کډوالو پاکستان ته د راتګ په اړه ویلي وو تراوسه پورې څوک نه دي راغلي او تراوسه پورې د پاکستان فېصله ده چې کډوال پاکستان ته نه پرېږدي خو په راتلونکې کې به څه کيږي دا به د وخت سره مالومه شي.

د چمن په پوله د اسنادو لرونکو کسانو د تګ راتګ سره د افغان ټرانزټ او نورې سوداګرۍ ګاډي هم دواړو غاړو ته روان دي.