دامرالله صالح ورور طالبانو تیزندي کړی اؤ اوس یې دمړي ښخولو اجازه نه ورکوي،دصالح کورنۍ

داشرف غني په حکومت کې د ولسمشر دمرستیال امرالله صالح کورنۍ وایي طالبانو په پنجشیر کې دامرالله صالح ورور روح الله صالح تیزندي کړی اؤ اوس یې کورنۍ دهغه دجسد ښخولو ته نه پریږدي.

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي خو وایي دامرالله صالح ورور پنجشیر کې طالبانو سره د جګړې په مهال وژل شوی دی.

برتانوي خبري شبکې رویټرز دامرلله صالح د وراره عبادالله صالح له خولې لیکلي “هغوئ تیره ورځ زما تره ووژلو اؤ اوس یې مونږ ښخولو ته نه پریږدي ،هغوئ(طالبان) وایي پریږدئ چې دده مړی هم په دې ځائ خراب شي”

دطالبانو په اردو ژبه دخپرونو ویب پاڼه الامارت باندې لیکل شوي چې روح الله صالح پنجشیر کې دجګړې په مهال وژل شوی دی.

دامرالله صالح د ورور د وژنې دا راپورونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې پرون دجمعې په ورځ دطالبانو داعلان کړل شوي حکومت مشر یا د رئیس الوزراء مال محمد حسن اخند پخپل وړومبي غږییز پیغام کې ویلي وؤ چې طالبانو په افغانستان د واک ترلاسه کولو نه وروسته خپلو مخالفینو ته عامه بخښنه اعلان کړې ده اؤ دې ته یې دیوې مثالي بخښنې نوم ورکړی ؤ.

امرالله صالح چې داشرف غني په حکومت کې د ولسمشر مرستیال ؤ،د طالبانو په کابل د ورختلو نه نه وروسته پنجشیر ته تللی ؤ اؤ ویل یې دپنجشیر نه به دطالبانو په ضد مقادمت ته دوام ورکړي.

هغه دطالبانو په وړاندې دتسلیمیدو څخه انکار کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دخپلې وینې تر وروستي څاڅکي به دخپلې خاورې اؤ خلکو نه دفاع کوي.

اوس چې طالبان په پنجشیر د کنټرول دعوې کوي، نه ده معلومه چې امرالله صالح چرته دی؟

امرالله صالح د وروستي ځل دپاره په دریم ستمبر په ټویټر راښکاره شوی ؤ اؤ دپنجشیر نه دهغه دتښتیدو په هکله خپاره شوي راپورونه یې رد کړي وؤ