په پاکستان ورپورې بهرني پورونه د122 اربو ډالرو نه زیات لوړ شوي

داقتصادي چارو دپاره دپاکستان دقامي اسمبلۍ قایمه کمیټۍ ته ویل شوي چې دتېرو درېوؤ کالو په مهال دپاکستان په ذمه بهرني پورونه اؤ دسودونو رقم 122 اربو، 44 کروړو اؤ 50 لکو ډالرو ته رسیدلي دي.

دپاکستان ګڼ شمیر رسنیو د چهارشنبې په ورځ خپلو راپورونو کې ویلي چې دقامي اسمبلۍ داقتصادي چارو دقایمه کمیټۍ غونډې ته داقتصادي چارو د ډویژن چارواکو احوال ورکړی اؤ ویلي یې دي چې د کال 2018 نه راپدیخوا په تیرو دریوؤ کالونو کې دپاکستان بهرني پورونه 26 اربو ډالرو نه زیات لوړ شوي دي.

دپاکستان جیو ټي وي ددغه غونډې په بابله خپل رپورټ کې ویلي چې غونډې ته ویل شوي په کال 2018م کې دپاکستان په ذمه بهرني پورونه اؤ نورې د ورکولو جوګه پیسې 96 اربه اؤ 6 کروړه ډالر ، جون 2019م کې 106 اربه ، 25 کروړه اؤ 60 لکه ډالر ،جون 2020م کې 112 اربه، 91 کروړه اؤ 20 لکه ډالر ، جون 2021م کې 121 اربه، 39کروړه اؤ 90 لکه ډالر ؤؤ چې دا بیا په 31 جولایي 2021 کې 122 اربو، 44 کروړو اؤ 50ؤ لکو ډالرو ته ورسیدل.

تر دې وړاندې سږکال دمئ میاشت کې دپاکستان د دولتي بینک شمیرې کې ویل شوي وؤ چې دعمران خان حکومت په دوه کلنه موده یعنې دجولایي کال2018م نه تر مارچ 2021م پورې دنزدې 33 اربو ډالرو بهرني پورونه ترلاسه کړي دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اقتدار ته له رسیدو مخکې دبهرنیو پورونو سخت مخالفت کولو اؤ ژمنه یې کړې وه چې که هغه اقتدار ته ورسیدو نو ځان به ووژني خو دبهرنیو هیوادونو اؤ ادارو نه به په پور پیسې وانه خلي.

خو اقتدار کې له راتلو وروسته دهغه حکومت بې دریغه بهرني پورونه واخستل اؤ‌ ددې علت وزیراعظم عمران خان دا ښایي چې کله هغه حکومت سمبال کړو نو خزانه خالي وه اؤ پاکستان ته دتیرو حکومتونو لخوا داخستل شوؤ پورونو سودونه ورکول پغاړه وؤ نو ځکه ددغو سودونو خلاصولو دپاره دهغه حکومت اړ ؤ چې په سود نورې قرضې واخلي.

دانسټي ټیوټ اف پالیسي ریفارمز په یو رپورټ کې ویل شوي چې دا مهال دپاکستان معیشت ته کومه ستره ستونزه پېښه ده هغه دبهرنیو پورونو دستنولو اؤ په هغې د ورکړل کیدونکو سودونو ده.

په دې رپورټ کې راغلي چې پاکستان دبهرنیو پورونو په خلاصولو کې ښې ډيرې پیسې ورکړې هم دي خو بیا یې هم ورځ تر بلې دبهرنیو پورونو بار سیوا کیږي.

دغه رپورټ وایي چې د درنو بهرنیو پورونو له امله به دپاکستان معیشت دشرحه نمو دټېټې کچې اؤ دمحدودو برامداتو سره دسقوط یا دیوالیه کېدو پغاړه ولاړ وي.

رپورټ کې ویل شوي چې دحکومت امدن ترلاسه کوي دهغې زیاته برخه د پورونو په بېرته ستنولو اؤ په هغې ورکړل کېدونکو سودونو کې ځي اؤ دمعاشي پرمختیا اؤ پرمختیایي لګښتونو دپاره ورسره ډیرې کمې پیسې پاتې کیږي