په روسیه کې په څلورمه ورځ هم له کورونا څخه په ریکارډ کچه خلک مړه شوي

واشنګټن – د روسیې د کورونا کاري ځواک د جمعې په ورځ د ۸۸۷ کسانو د مړینې خبر ورکړی او دا څلورمه پرلپسې ورځ ده چې په دغه هېواد کې له کورونا څخه په ریکارډ کچه خلک مړه کېږي.

د جمعې په ورځ له کورونا څخه د مړو شمېر د زیارت یا پنجشنبې له ورځې څخه شل تنه زیات دی.

روسي چارواکو همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کورونا باندې د ۲۴۵۲۲ نويو کسانو د اخته کېدو خبر هم ورکړی چې دا د جولای میاشتې راهیسې په یوه ورځ کې په کورونا باندې تر ټولو د زیاتو کسانو اخته کېدل دي.

اسوسېټېډ پریس راپور ورکړی چې روسیې د هېواد په کچه یواځې یو لاک ډاون یا ټولبند لګولی وه چې هغه هم د ۲۰۲۰ کال په پسرلي کې و.

دغه هېواد که څه هم د اوس لپاره د هېواد په کچه د کوم بل لاک ډاون اعلان نه دی کړی خو د کرېملن ویاند ډیمټري پیسکوف د جمعې په ورځ وویل،‌ چې حکومت به څارنه کوي چې حالات کومې خواته ځي، اوس خو حالت ښه نه دی او د اندېښنې وړ دی.

د جمعې د ورځې په سر کې د مرک په نامه د امریکا درمل جوړونکې کمپنۍ خپل د کوېډ ۱۹ جوړ کړي درمل (Molnupiravir) اعلان کړل چې د ګولیو (Pills) په بڼه دي او په دې وروستیو کې یې په کورونا د اخته کسانو ۵۰ فیصده بستر کېدل او مړینه کمه کړې ده.

د مرک کمپنۍ په ویبپاڼې باندې په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د یاد درمل د دریم پړاو ازمېښت پایلې ډېرې زیاتې مثبتې دي چې له امله یې د امریکا د خوړو او درمل ادارې ازمېښت مخکې له وخته درولی دی.

یادې کمپنۍ ویلي، چې دوی به اوس په امریکا او نړۍ کې له چارواکو او د درملو له تنظیمونکو څخه ددغه درمل تصدیق او منل کېدل وغواړي.

په ورته وخت کې د جمعې ورځ د ډبلیو اچ او لخوا د هغې نېټې په توګه ټاکل شوې وه چې د نړۍ هر هېواد باید د کورونا واکسین لس فیصدو خلکو ته ورکړی وي.

د افریقا لپاره د ډبلیو اچ او څانګې ویلي، چې په دغه لویه وچه ۱۵ هېوادونه هدف ته رسېدلي.

د ډبلیو اچ او د افریقايي څانګې یو مشر ریچارډ مېهېګو ویلي، دغه پایلې پرمختګ ښيي خو لا تر اوسه هم ۷۰ فیصده هېوادونه له ټاکل شوي هدف څخه شاته پاتې دي.

هغه دا هم وویل، چې د افریقا له ۵۲ هېوادونو څخه په نیمايي کې یې له دوه فیصدو کم خلک واکسین شوي.

مېهېګو دا هم وویل، چې افریقا تر اوسه پورې د کورونا تر ۲۰۰ میلیونو ډوزو زیات ترلاسه کړي چې له دغې ډلې څخه یې ۷۱ فیصده خلکو ته ورکړل شوي او اوس دغلته ۶۰ میلیونه خلک په بشپړه توګه واکسین شوي چې دا د افریقا د لویې وچې یواځې څه باندې څلور فیصده کېږي.