د کابل او اسلام اباد تر منځ د پي ای اې، کام اېر او آریانا شرکت پروازونه بیا پیلېږي

واشنګټن ـــ د افغانستان د ټرانسپورټ او هوابازۍ وزیر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره لیدلي او دواړو د کابل او اسلام اباد تر منځ د پي ای اې، کام اېر او آریانا هوایي شرکت د پروازونو د بیرته شروع کولو او د ټکټونو د کمولو پرېکړه کړې ده. په دې ناسته کې د پي آی اې چارواکو هم ګډون کړی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوابازۍ وزیر ملا حمیدالله اخندزاده په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره د جمعې په ورځ د کابل او اسلام اباد تر منځ د هوايي او مځکني ټرانسپورټ د ستونځو د حل کولو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملکي هوابازۍ ادارې پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې ناسته کې د پي ای اې او د آريانا افغان هوايي شرکت چارواکو هم ګډون کړی وو.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د اریانا افغان هوایي شرکت، کام اېر او پي ای اې هوايي شرکتونو د مخکې غوندې په عادي ډول د پروازونو د پیلېدلو په اړه خبرې وشوې او د ټکټونو د لوړو بیو د راټیټولو په اړه پرېکړه وشوه. خبرپاڼه وایي:

"د یادو دریو شرکتونو ګډ تخنیکي ټیم به کار پرې کوي او نرخونه به نورمال [عادي] حالت ته راټيټوي او درې واړه هوايي شرکتونه به په نورمال ډول پروازونه پیلوي."

د افغانستان د هوابازۍ اداره وایي په دغه لیدنه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د مځکنيو ټرانسپورټي ستونځو د حل کولو په اړه هم خبرې شوې، چې وایي ژر به مځکنۍ لارې هم د سوداګریزو مالونو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم پر خپله ټویټر پاڼه د طالبانو د ټرانسپورټ او هوابازۍ له وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده سره ګډ عکس خپور کړی او ورته لیکلي یې دي:

"د دواړو هېوادونو تر منځ‌ د بې ستونځو پروازونو لپاره له یو بل سره پر همکارۍ مو خبرې وکړې چې د خلکو لپاره یې د ټکټونو بیې کمې او د هغوی تر وس لاندې وي".

پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان ته د نړیوالو الوتنو تر بندېدو وروسته یواځې پي ای اې افغانستان ته الوتنې کولې.

مخکې د اسلام اباد او کابل تر منځ د پي ای اې د یوه ټکټ بیه له 150 تر 200 امریکايي ډالرو پورې وو، خو په تېره نیژدې موده کې پي ای اې د یوه ټکټ بیه دوولس چنده زیاته کړې وه او د یوه ټکټ بیه له 1500 تر 2500 ډالرو پورې وه.

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوابازۍ وزارت د اکتوبر پر څورلسمه د پاکستان پي ای اې او د افغانستان کام ایر هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی وو چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د خپلو ټکټونو بيې د د دوی تر حکومت مخکې وخت غوندې را کمې کړي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې دواړو کمپنیو ته خبردارى ورکړى وو چې که خپلې بیې بیرته را کمې نه کړي نو پروازونه به یې وځنډوي.

د پاکستان هوايي شرکت پي ای اې د طالبانو تر خبرداري وروسته وړمه ورځ افغانستان ته خپل پروازونه وځنډول.

د پي ‌ای ‌اې ویاند عبدالحفیظ په هماغه ورځ روېټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي وو، کابل ته ‌یې الوتنې له دې کبله ځنډولې چې وایي طالب چارواکو په خپله خوښه د اصولو بدلولو او د دوی د کارکوونکو د ځورولو په شمول د دوی په چارو کې ډېره لاسوهنه کوله.

طالبانو د پي ای اې دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی.

تر دې مخکې ګڼو افغانانو د پاکستان د پي آی اې له خوا د ټکټونو د بیو د لوړېدو په اړه شکایتونه کړي وو.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ له هوايي پروازونو سره سره د تورخم او سپین بولدک چمن تر منځ مځکنۍ لارې هم له تېرې یوې اوونۍ راهیسې بندې دي.