ملګري ملتونه په افغانستان کې ماشومانو ته د پولیو کمپاین برابروي

واشنګټن - د ملګروملتونو اداره په افغانستان کې له پنځه کلنۍ څخه وړو ماشومانو ته د پولیو کمپاین برابروي.

که څه هم پولیو په نوره نړۍ کې ورکه شوې ده خو د تېرو دریو لسیزو کمپاینونو سره سره په افغانستان او پاکستان کې لا هم پاتې ده.

د امریکا غږ په یو راپور کې راغلي دي، اوس چې د طالبانو حکومت ورته اجازه ورکړې نو په افغانستان کې به د نومبر له اتمې نېټې څخه د پولیو پرضد د واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي.

د روغتیا په نړیواله اداره کې د ختیځې مدیتراني لپاره د پولیو د ورکاوي د پروګرام مشر ډاکټر حامد جعفري امریکا غږ ته وویل، "دا یو لوی پرمختګ دی چې اوس مونږ ټول افغانستان ته تللی شو او کور په کور واکسین رسولی شو."

جعفري وویل، "راتلونکی کمپاین هیجان، وېره او خوشحالي لري ځکه داسې ښکاري چې بلاخره د پولیو د ورکاوي په لاره کې به یو ريښتینی فرصت وي."

خو هغه خبرداری ورکړ چې بیا هم کېدای شي په ډېرو لېرو پرتو سیمو کې چې رسېدل به ورته ستونزمن دي کېدای شي بیا هم د پولیو وایرس پاتې شي.

جعفري وویل، ډبلیو اچ او باید د پولیو د واکسین ورکولو لړۍ همداسې دوامداره وساتي تر څو وایرس ته د خپرېدو لپاره بل ځای پاتې نشي.

جعفري دا هم وویل، چې "افغانستان او پاکستان دواړه باید د پولیو کمپاینونه ګړندي کړي."

د پولیو شتون په افغانستان او پاکستان کې چېرې چې په ډیسمبر کې د پولیو پرضد هلې ځلې پیل شوي دا معنی لري چې دا ناروغي کولای شي په نړیواله کچه خپره شي.

روغتیا پوهان وايي، که چېرې پولیو په راتلونکو لسو کالو کې ورکه نه شي نو په لکونو ماشومان معیوبه کېدای شي.

د پولیو پرضد د واکسین ورکولو اعلان پنځه ورځې مخکې د پولیو له ورځې څخه اعلان شو.

په نړۍ کې د پولیو د ورکاوي پروګرام په ۱۹۸۸ کال کې پیل شوی. هغه مهال هر کال په ۱۲۵ هېوادونو کې د پولیو ۳۵۰۰۰۰ پېښې رپوټ کېدې چې اوس دغه شمېره کې ۹۹.۹ فیصده کموالی راغلی.

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې د خپل واک لاندې ځینو سیمو کې د کور په کور کمپاین مخالفت کاوه.

ددغه بندیز او جګړو له امله په دغه موده کې ددغه هېواد له لسو میلیونو ماشومانو څخه ۳.۳ میلیونه یې له کمپاین څخه محرومه پاتې شوي وو.

د طالبانو ملاتړ:

طالبانو تر اوسه ددغه تړون په اړه څه نه دي ویلي، خو جعفري وویل،‌ "طالبان تل د پولیو په ورکاوي کې ملاتړي وو، او په اصل کې د پولیو په اړه د پوهاوي پروګرام هغه وخت په افغانستان کې پیل شوی کله چې طالبان په لومړي دور کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) په واک کې وو.

جعفري وویل، د طالبانو لخوا د پولیو د واکسین ورکولو محدودیتونه په ځانګړي توګه د امنیتي دلایلو او د هغه وخت د جګړې د بڼې له امله لګېدلي وو خو اوس هغه حالات بشپړ بدل شوي دي. نو ځکه د پولیو په ورکاوي کې د هغوی ژمنتیا پر ځآی ده او دا یې څرګندونه کوي.

هغه وویل، ډبلیو اچ او تل له طالبانو سره په دې خبرې کړي چې دغه بې پرې او خپلواک پروګرام پر ځای وي او ماشومانو ته چې هر چېرې وي واکسین ورکړل شي.