امنیتي سرچینې وایي دخیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې دملیشه ځواکونو په یوه پوسته ترهګرو برید کړی چې پکې لږ تر لږه اووه دملیشې عسکر ژوبل شوي دي.
دخالي په ورځ امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دغه برید دهنګو په بلند خیل سیمه کې دایف سي په یوه پوسته شوی اؤ دامنتیي سرتیرو په ځوابي ډزو کې دوه ترهګر هم وژل شوي دي.
سرچینې وایي د ترهګریز برید دخبر رسیدو سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ دسیمې نه په ګیرې اچولو یې دلټونې عملیات پیل کړي دي.
سرچینې وایي برید کې ژوبل شوي دملیشې عسکر د ټل پوځي روغتون ته رسؤل شوي اؤ له برید وروسته ترهګر په تېښته بریالي شوي دي.
په سمدستي توګه لا چا ددې برید ذمه واري پغاړه نه ده اخستې اؤ نه هم چارواکو په دې اړوند خپل غبرګون ښودلی دی.
په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې اؤ دجمعې په ورځ هم امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ چې یوازې په تیرو دوؤ ورځو کې په شمالي وزیرستان کې په پوځ چاودنو،هدفي وژنو اؤ پوځی عملیاتو کې ددوؤ پوځیانو اؤ دوؤ ترهګرو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.
دمیډیا د رپورټونو له مخې د روانې اکتوبر میاشت کې دپاکستان ۲۶ امنیتي سرتیري د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي چې پکې اته پولیس دي اؤ نور دپوځ اؤ ملیشې عسکر دي.
یوازې شمالي وزیرستان کې داکتوبر میاشت کې په امنیتي سرتیرو ۱۰ بریدونه ترسره شوي چې پکې یو پولیس اؤ ۱۲ دپوځ اؤ ملیشې عسکر وژل شوي دي.
دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک اؤ وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده.
په پاکستاني ځواکونو دا تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې په 15 اګست طالبانو افغانستان نیولی دی.
څېړونکي په پاکستاني ځواکونو د بريدونو د زیاتوالي علت دافغانستان اوسنی وضعیت ګرځوي. او په حکومت تور پورې کوي چې د ترهګرۍ د مخې نیولو په ځای په افغانستان کې د طالبانو خواخوږی لیدل کیږي.