د امریکا د استازو جرګې د یو ټریلین ډالرو په ارزښت د انفراسټرکچر بېل تصویب کړ

واشنګټن – له یوې ورځې سختې لانجې وروسته ډیموکراټانو د امریکا د استازو په جرګه کې خپل توپیرونه یوې خواته کړل او د یو ټریلین ډالرو په ارزښت د انفراسټرکچر بېل یې تصویب کړ.

دغه بېل به اوس ولسمشر جوبایډن ته د لاسلیک لپاره واستول شي چې په قانون بدل شي.

د بایډن اداره به اوس دغه پیسې د امریکا په سړکونو، د اورګاډو په پټلیو او د ټرانسپورټ په نورو زېربنا باندې ولګوي او په دې ترڅ کې به ډیر خلک کار ومومي او امریکا به له نورو سره سیاله شي.

ډیموکراټان به اوس د بایډن د کورني پروګرام په لړ کې په دوهمه برخه باندې کار کوي چې له مخې به یې ټولنیز خوندیتوب او د موسمي بدلون مسلې راونغاړل شي.

د ۱.۷ ټریلینو ډالرو په ارزښت دغه پکېج به د ۱۹۶۰ کال راهیسې د امریکا لخوا د خوندیتوب تر ټولو ستر وي او ډیموکراټانو هڅه کړې چې په اړه یې اتفاق ولري.

د ډیموکراټانو مشرانو هیله درلوده چې دواړه بېلونه به د جمعې په ورځ تصویب شي خو منځلارو لخوا د یو شمېر غوښتنو له امله وځنډېده.

د تړلو دروازو تر شا له څو ساعته خبرو وروسته یوې ډلې منځلارو ډیموکراټانو ژمنه وکړه چې د نومبر په ۲۰ نېټه به دا بېل هم پاس کړي کچېرې د کانګرس د بودېجې دفتر دا ومومي چې لګښت یې د سپینې مانۍ له اټکل سره اړخ ولګوي.

دغه لانجمنې خبرې په داسې حال مخې ته روانې دي چې ډیموکراټانو په ایالتي ټاکنو کې ځینې څوکۍ له لاسه ورکړي او دا اندېښنه ورسره پیدا شوې چې ښايي په راتلونکې کال کې د کانګرس کانټرول له لاسه ورکړي.

د انفراسټرکچر بېل د ۱۳ جمهوري غوښتونکو یا ریپلېکنز وکیلانو په مرسته پاس شوی دی چې ورسره د بایډن هغه ژمنه پوره شوې چې ځینې بېلونه به د دواړو ګوندونو په مرسته پاس کوي.

بایډن په یوې اعلامیه کې ویلي، "راتلونکې نسلونه به شاته ګوري او پوهېږي به چې دا هغه وخت وو چې امریکا د ۲۱ پېړۍ اقتصادي سیالۍ وګټله."