په پاکستان کې د کرونا پېښو شرحه د يو فيصد نه کمه شوې ده

د پاکستان د کرونا د څار او مخنيوي قامي ادارې اېن سي او سي ويلي په تيرو24ساعتو کې 319 د کرونا نوي کېسونه رپورټ شوي او اووه تنانو ترې ژوند د لاسه ورکړې دې.

اېن سي او سي ويلي د مثبتو کېسونو کچه 0.8 فيصده ده دا فيصدي په 39200 ټېسټونو کې مخې ته راغلې.

په 19 نومبر د مثبتو کېسونو شرح 1-04 فيصده ته رسېدلې وه 418 نوي کېسونه رپورټ شوي وو او لسو تنانو ژوند د لاسه ورکړي وو.

په پاکستان کې د 13 نومبر نه تر 17 نومبر پورې د کرونا مثبتو کېسونو شرح د يو فيصد نه کمه وه۔ خو په 18 او 19 نومبر دغه کچه د يو فيصد نه زياته شوې وه.

په پاکستان کې تراوسه د کرونا 1281559 کېسونه رپورټ شوي او 28655 تنانو ترې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې اوس 22479 تنان داسې دي چې د کرونا په ناروغۍ اخته دي.

موجوده وخت کې تر ټولو زيات فعاله کېسونه په سند صوبه کې دي چې شمېر يې 13557 دی.

په خېبر پښتونخوا کې 1300 فعاله کېسونه دي په خېبر پښتونخوا کې په تېر شواروز کې 52 نوي کېسونه رپورټ شوي او دوه تنانو ترې ژوند د لاسه ورکړی دی.