شمالي وزیرستان:دپوځ په پوسته برید کې دوه عسکر وژل شوي

پوځ دخالي یا شنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي دترهګرو لخوا دا برید دشمالي وزیرستان د دته خیلو په پوستي پوسته شوی دی چې په دغه مهال د دواړو لوریو ترمنځ سخته نښته هم شوې ده.

دپوځ دبیان له مخې برید کې دوه پوځیان وژل شوي چې پیژندګلو دیې د ټانک دعارف اؤ د چترال د رحمان په نومونو شوې ده.

په سمدستي توګه ددې برید پړه لا کومې تندروه ډلې پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې دپاکستان په پوځ د شوؤ زیاترو بریدونو پړه ترهګرې شبکې داعش پغاړه اخستې ده.

شمالي وزیرستان کې په پوځ دا تازه برید په داسې حال کې شوی چې دپاکستاني طالبانو اؤ حکومت ترمنځ دیوې میاشتې ډزبندي روانه ده خو پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د ډبریدونو لړۍ نه ده تم شوې .

افغانستان کې دطالبانو دحکومت رامنځته کیدو سره سم پاکستان کې یو ځل بیا په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې اؤ تر دې پېښې درې ورځې وړاندې هم په بلوچستان ایالت کې دوه امنیتي سرتیري په یوه چاودنه کې وژل شوي وؤ.

هم په دغه ورځ پېښور کې هم دپولیسو دوه عسکر په حیات اباد سیمه کې وژل شوي وؤ چې پړه یې داعش پغاړه اخستې وه.

څيړونکی او خبريال مشتاق يوسفزی وایي په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دداعش لخوا د بريدونو ذمه واریو اخستو کې زياتوالی راغلی دی او دا د حکومت د پاره د تشويش وړ خبره ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي چې کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي نو په افغانستان او پاکستان دواړو کې د داعش فعاليتونه زيات شوي دي.

د وي او ای ډيوه لخوا د راټولو کړل شوؤ معلوماتو ترمخه داعش ډلې د نومبر په مياشت کې په خېبر پښتونخوا کې د پينځوؤ بریدونو او د يو بريد ذمه واري په پنجاب صوبه کې منلې ده.

د نومبر دمياشتې په وړومبیو کې د يو پوليس ای ايس ایي په پيښور کې د هدفي وژلو، په باجوړ کې د دوؤ ليويز اهکار بمي بريد کې د وژلو،په وزيرستان کې په جرګه دلاسي بم دبرید، په باجوړ کې د قاري الياس د هدفي وژلو، د پنجاب صوبې په راولپنډۍ کې د يو شيعه تن د وژلو او په وروستيو کې په پېښور کې د دوؤ پوليس عسکرو د وژلو ذمه واري په غاړه اخستې ده.

دې نه وړاندې يې په باجوړ، کوهاټ، وزيرستان، پېښور، کرمه او بلوچستان کې هم د بمي چاودنو او هدفي وژنو ذمه وارۍ پغاړه اخستې دي۔

څيړونکي وايي داعش د ټېليګرام د لارې دغه ذمه وارۍ په غاړه اخلي خو په ازاده توګه ددې پخلی نه کيږي.