د کراچۍ په ژوبڼ (چړياګر) کې لس کاله وړاندې د "سونو" په نوم يو هاتي د افريقې نه راوستل شوی وو چي دا نر دی خو طبي پوهانو مالومه کړې چې سونو نر نه بلکې ماده يا ښځينه هاتي دی.
د څاروو د طبي پوهانو يو نړيوال ټيم د نهې/ سه شنبې په ورځ (30نومبر) د کراچۍ په ژوبڼ کې د هاتيانو د معاينې وروسته ويلي، چې په ژوبڼ کې دوو هاتيانو ته په سمدستي توګه د طبي درملنې ضرورت دی.
د ډاکټر فرينک ګوريټز په مشرۍ کې د ډاکټرانو ټيم د ځناورو د خسمانې عالمي تنظيم "فورپاز" پاکستان ته راليږلی دی.
هغوی په خپل رپورټ کې ويلي چې په دوو هاتيانو کې يو ته د غاښونو د پيچلې سرجرۍ يا عملیاتو ضرورت دی، او ويلي دي دويم هاتي هم د غاښونو او يو پښه کې ستونزه لري.
ګوريټز په خپل رپورټ کې ويلي چې ځناورو ته دا قسمه ناروغۍ ډير تکليف ورکوي، او د دوي ژوند ته خطر جوړولی شي.
فور پاز نومې ادارې ويلي د کراچۍ يو عدالت امر کړی وو چې د ځناورو خسمانې پوهانو ته دې د کراچۍ په سفاري پارک کې موجود څلورو هاتيانو ته رسايي ورکړل شي.
کوريټز عدالت ته په رپورټ کې ویلي، د هاتيانو عمومي روغتيايي حالت ښه دی خو په سمدستي توګه نه ده مالومه شوې چې د دغو دوو هاتيانو علاج به کله او څوک کوي؟.
په رپورټ کې ويل شوي چې د نورجهان په نوم د ماده يا ښځينه هاتي مخې ته غاښ مات شوی او د هغې د بدن نور برخو ته هم تکليف خوريدلی شي او د دې دپاره د عملیاتو ضرورت دی.
په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې څلور واړه هاتيان دې په يو ځای کې د پوهه کسانو په څار کې وساتل شي.
تير کال د پاکستان د اسلام اباد په ژوبڼ کې د تيرو 35 کلونو راهسې مېشته کاون نومې د دنیا تر ټولو تنها یا یوازې هاتي بلل شوی او بيا د پاکستان نه کمبوډيا ته منتقل کړی شوی وو.
د کراچۍ په ژوبڼ کې د هاتيانو په اړه تازه رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د نومبر په 24 په ژوبڼ کې يو نايابه سپين ازمری مړ شوی وو، چارواکو ويلي وو دغه ازمری د ناروغۍ له امله مړ شوی او بيا د کراچۍ انتظامي مشر د ازمري د مړينې رپورټ هم غوښتی وو.