پاکستان سعودي عرب نه په سختو شرطونو دپور درې اربه ډالر ترلاسه کړي

دخزانې دپاره دپاکستان د وزیراعظم سلاکار شوکت ترین وایي د سعودي عرب له لوري دپاکستان دولتي‌ بینک ته دپور درې اربه ډالر ترلاسه شوي دي.

پاکستان ته دسعودي نه دپور دا پیسې په داسې حال کې ترلاسه شوي دي چې دا مهال پاکستان د سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی، غېر ملکي ذخایر یې په کمېدو دي، د خسارې کچه یې جګه شوې ده او د ګرانې کچه یې هم دا مهال 11.5 فيصدي ته لوړه شوې ده.

خو پاکستاني رسنیو د اسټیټ بینک دچارواکو له خولې ویلي چې دسعودي عرب نه د دریوؤ اربو ډالرو ترلاسه کیدو سره دپاکستان د مبادلې یا دبهرنیو اسعارو زیرمې سیوا شوي دي اؤ دا به دهیواد په معیشت غوره اغېزې ولري.

دخزانې دپاره دپاکستان د وزیراعظم سلاکار شوکت ترین وایي د سعودي عرب له لوري دپاکستان دولتي‌ بینک ته دپور درې اربه ډالر ترلاسه شوي دي.

پاکستان ته دسعودي نه په څلور فیصدي سود دپور دا پیسې په داسې حال کې ترلاسه شوي دي چې دا مهال پاکستان د سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی، غېر ملکي ذخایر یې په کمېدو دي، د خسارې کچه یې جګه شوې ده او د ګرانې کچه یې هم دا مهال 11.5 فيصدي ته لوړه شوې ده.

خو پاکستاني رسنیو د اسټیټ بینک دچارواکو له خولې ویلي چې دسعودي عرب نه د دریوؤ اربو ډالرو ترلاسه کیدو سره دپاکستان د مبادلې یا دد بهرنیو اسعارو زیرمې سیوا شوي دي اؤ دا به دهیواد په معیشت غوره اغېزې ولري.

دسعودي څخه دترلاسه شوؤ دې پیسو نه مخکې دپاکستان مرکزي بینک ویلي وؤ چې په هیواد کې یې دبهرنیو اسعارو زیرمې 23 بيلينه ډالر دي.

څېړونکي وايي د سعودي عرب لخوا پاکستان ته د بهرنیو اسعارو زیرمه کې د اضافې لپاره ورکړې کړل شوی د دريوؤ بيلينه ډالرو دا پور دسختو شرطونو سره تړل شوی دی.

داقتصاد پوهه اؤ خبریال شهباز رانا له مخې که ددې پور په اړه چې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ کوم تړون شوی په هغې کې ویل شوي که چېرې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د شوي تړون په کومه ماده عمل نه کېږي نو په دغه صورت کې سعودي عرب پاکستان په ورکړي پور دېواليه ګرځولی شي او پاکستان له به دا درې بيلینه ډالره پور په سمدستي توګه بېرته ستنول وي.

یو پاکستاني ټي وي چینل سره خبرو کې شهباز رانا ویلي دې پور لپاره پاکستان ته دا شرط هم اېښودل شوی چې که په کومه نړیوال تړون عمل نه کوي نو بیا هم سعودي عرب دغه پېسې بېرته غوښتلې شي.

هغه دپور دریم شرط دا ښودلی چې که پاکستان د کوم علت له کبله د پور ستنولو ذمه واري نه ترسره کوي او یا دنړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف غړی نه پاتې کېږي نو دې صورت کي به هم پاکستان په دغه پور دیواليه ګڼل کېږي او په کال کې دننه به سعودي عرب د پاکستان څخه پېسې بېرته خپلې پیسې غوښتې شي.

تېره میاشت چې دپاکستان وزيراعظم عمران خان رياض ته تللی ؤ، نو هلته سعودي عرب پاکستان سره د حمايتي پېکیج په سر سلا شوی ؤ او په دې پېکیج کې د 1.2 بيلينه ډالرو په قيمت د تېلو قرضه هم شامله ده.

داقتصادي چارو کارپوهه او د پېښور پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې استاد ډاکټر ځلاکت خان په دې وروستیو کې وي او ډیوه ته ویلي وؤ سعودي عرب پاکستان ته د درې بيليېنه ډالرو دا پور په څلور فيصدي شرحه سود سره ورکوي چې ښيي د دواړو هېوادونو ترمنځ سفارتي اړيکې د پخوا په څېر خوږې نه دي پاتې شوې.

هغه وایي پاکستان دا پېسې کارولی نه شي، دا به دپاکستان په خزانه کې یوازې ددې لپاره پرتې وي چې دبهرنیو اسعارو زیرمې یې پرې سیوا شي او چې کله هم سعودي عرب وغواړي نو د 72 ساعتو په خبرتیا به پاکستان دا رقم بېرته ورکوي.