په تير کال 2021 کې د داعش ډلې د بريدونو په اړه شوې سروی کې مالومه شوې چې داعش تر ټولې زیاتې مرګ ژوبلې په افغانستان کې کړي دي، او پوهانو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نه د امريکايي پوځ د وتلو وروسته دغه ډله زياتيږي.
د وي او اې د خبر ترمخه داعش تیر کال تر ټولو خونړی بريد د اګست په مياشت کې د کابل په هوايي اډه کړی، او په دغه ځانمرګي بريد کې د 170 پورې افغان وګړي او 13 امریکايي سرتيري وژل شوي وو.
په اسرايل کې د مير اميت په نوم د استخباراتو او ترهګرۍ د مالوماتو مرکز ويلي، داعش تير کال په افغانستان کې 365 ترهګر بريدونه کړي او 2210 کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ويل شوي د دغې په پرتله په کال 2020 کې داعش په افغانستان کې 82 بريدونه کړي او 835 کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
د مرکز ترمخه داعش تير کال په ټوله نړۍ کې 2705 بريدونه کړي او ټولې 8147 مرګ ژوبلې يې اړولي دي. ويل شوي داعش د افغانستان نه وروسته زياتې مرګ ژوبلې په عراق کې کړي چې شمېره يې 2083 ده.
ياد مرکز چې روانه اوونۍ د داعش د بريدونو په اړه خپل رپورټ خپور کړی، پکې ويل شوي په افغانستان کې د داعش بريدونه د تير کال د نيمايۍ نه وروسته هغه وخت زيات شوي چې امريکايي ځواکونه د افغانستان نه وتلي او طالبانو دغه هېواد نيولی دی.
ملګرو ملتونو چې تراوسه پورې په افغانستان کې په تير کال 2021 کې د مرګ ژوبلو په اړه خپل رپورټ نه دی خپور کړی خو د تیر نيم کال په رپورټ کې يې ويلي وو، په نيم کال کې په افغانستان کې 1659 ملکي وګړي وژل شوي او 3524 ژوبل شوي وو.
په دغه رپورټ کې د 39فيصده مرګ ژوبلو اړولو تور په طالب وسله والو او 10 فيصده په داعش لګول شوی وو.
په داسې حال کې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې اخستی او دعوه کوي چې په افغانستان کې جګړه ختمه شوې او امن په ځای کړی شوی دی، داعش د افغانستان په بېلابيلو برخو کې بريدونه دوامداره ساتلي دي.
داعش تيره اوونۍ په هرات کې د يو برید زمه واري منلې وه چې پکې لږ ترلږه شپږ تنه وژل شوي او څو نور ملکي وګړي ژوبل شوي وو.
د ملګرو ملتونو او نورو ادارو د رپورټونو ترمخه په کال 2015 کې داعش ډله چې د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ختيځ کې راپورته شوې، د داعش په بریدونو کې د 2000 ملکي وګړو د وژلو په ګډون د 7000 نه زيات تلفات اوښتي دي.
ویل شوي داعش په افغانستان کې شيعه مسلمانان، جوماتونه، سکولونه او د ابادۍ علاقې په هدف کړي، په جرنلسټانو، مدني ټولنه او د صحت په کار کوونکو يې بریدونه کړي دي.