خېبرپښتونخوا کې کور په کور د کرونا ويکسينو ځانګړی کمپاين پېل کولی شي، د صحت چارواکي وايي

په خېبرپښتونخوا کې د صحت د محکمې چارواکي وايي په صوبه کې د کرونا د پېښو زياتېدو له امله د صوبې په 22 ضلعو کې د کرونا ويکسينو ځانګړی کمپاين پېل کوي، کور په کور به خلکو ته ويکسين لګول کيږي.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې (30جنورۍ) په ملک کې د کرونا څخه نور 21 کسان مړه شوي، 7048 نوې پېښې مخې ته راغلي، او دا وخت په ملک کې په کرونا اخته 1423 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

د خېبرپښتونخوا د صحت د محکمې ترمخه په تېر شوا روز کې په صوبه کې نور 1647 کسان په کرونا اخته شوي او ويل شوي په صوبه کې د کرونا تر ټولو زياتې پېښې چې شمېره يې 867 ده په پېښور کې ربورټ شوي دي، د دې ترڅنګ ويل شوي چې په پېښور کې دا وخت مثبتې پېښې 6031 دي.

د پېښور نه وروسته زیاتې پېښې په مردان کې دي چې شمېره يې 1213 ده.

د خېبرپښتونخوا د صحت د محمکې مشر ډاکټر اکرام وايي، په صوبه کې د کرونا د مثبت پېښو شمېره سېوا کيږي او په تيرو دوه نيمو اوونيو کې په صوبه کې د کرونا د پېښو شرح د يو فيصد نه 17 فيصده ته رسېدلې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په صوبه کې پېښور، چارسده، نوښار، مردان، صوابۍ، کوهاټ او اېبټ اباد ضلعې د کرونا څخه زیاتې اغېزمنې دي.

هغه زیاته کړه په صوبه کې د کرونا اومېکرون ډول پېښې د 400 نه سېوا شوي دي او هره ورځ چې څومره معاينې کيږي په هغو کې د 25 پورې د اومېکرون پېښې رپورټ کيږي.

هغه وويل په صوبه کې د نيمې نه زياتې ابادۍ ته ويکسين نه دي لګيدلي، خلک احتیاط نه کوي، ځکه دا وايرس په چټکتيا سره خوريږی. نوموړي وويل که خلک کاروبارونه غواړي نو احتياط دې وکړي چې بندېزونه ونه لګي.

بل لور ته د خېبرپښتونخوا د صحت د محمکې د ويکسينو يا ټيکو لګولو مشر ډاکټر عارف وايي، سبا د لومړۍ فرورۍ نه د صوبې په 22 ضلعو کې د کرونا ويکسينو ځانګړی کمپاين پېل کولی شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په صوبه کې د وړاندې نه د کرونا ويکسين په هر ځای کې لګول کيږي، خو اوس دوی کور په کور د ويکسينو لګولو 14 ورځنی ځانګړی کمپاين پېل کوي.

هغه وويل دا کمپاين يواځې په هغو ضلعو کې نه کيږي چرته چرته چې واورې پرتې دي او د تګ راتګ مسلې جوړيږي.

هغه زياته کړه په هسپتالونو کې زياتره هغه خلک داخل دي، چا چې ويکسين نه دي لګولي، او چا چې ويکسين لګولي هغوی د کرونا د سختې ناورغۍ سره نه مخ کيږي.

په پاکستان کې د کرونا د څار او انتظام مرکز (اېن سي او سي) د شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس د مثبتو پېښو شرح د روانې مياشتې په سر کې يو فيصده او دا وخت 12فیصدو ته رسېدلې ده. په ملک کې د کرونا د پېښو د فيصدۍ حساب د شوو معاينو په اساس کولی شي.

په لومړۍ جنورۍ 51زره معاينې شوې او 556 مثبتې پېښې پکې مالومې شوې وې، په 30 جنورۍ 61زره معاينې شوي او 7048 مثبتې پېښې پکې مخې ته راغلي دي.