ضیاء لانګو: د نوشکي او پنجګور په پېښه کې 12 پوځیان وژل شوي او 23 ټپیان شوي

واشنګټن ــــ د بلوچستان په کورنیو چارو کې د وزیراعلی سلاکار ضیاء لانګو وایي، په نوشکي او پنجګور کې له وسلوالو سره د امنیتي ځواکونو په جګړه کې تر اوسه 12 پوځیان وژل شوي دي.

ضیاء لانګو د پنجشنبې- زیارت په ماسپښین په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، چې په پنجګور کې لا هم د وسلوالو د پلټنې عملیات روان دي:

"تر اوسه په نوشکي کې نهه ترهګر وژل شوي، پینځه ایف سي [ملېشه] عسکر شهیدان [وژل] شوي او 12 ټپیان شوي دي، په پنجګور کې اووه ایف سي عسکر شهیدان [وژل] شوي او 11 ټپیان شوي دي".

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وایي، په پنجګور کې لا تر اوسه د ټولو ترهګرو د وژل کېدو کره معلومات نه لري، خو د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو دفتر ای ایس پي آر په دواړو سیمو کې د 13 وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

رایټرز خبري ایجنسۍ وایي د بلوچستان لیبرېشن آرمي په نوم د ازادي غوښتونکو بلوڅانو تنظیم د دغو بریدونو ذمه واري منلې.

رایټرز وایي دې وسلوال تنظیم د دوی خبریال ته په لېږلي بیان کې دعوه کړې چې د دوی ځانمرګو بریدګرو له چاودېدونکو موادو ډک موټر د ملېشه ځواکونو د دواړو مرکزونو په دروازو کې چاودلي چې وایي تر 50 زیات پوځیان یې وژلي دي. حکومت، امنیتي ادارو او بلې کومې سرچینې لا دغه دعوې نه دي تایید کړې.

که څه په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې د وروستیو زیاتو وسلوالو بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې دي، خو ضیاء لانګو وایي د داعش ډلې او وسلوالو بلوڅانو له خوا په وروستیو کې ګواښونه موجود وو.

مخکیني معلومات:

د پاکستان پوځ ويلي د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سیمو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو په جګړه کې د پوځ اووه عسکر او 13 وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار وویل په نوشکي او پنجګور سیمو کې د پوځ او وسله والو جګړه د شورو، چهارشنبې، په شپه په پوځ د حملو وروسته شروع شوه.

د بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) نومې تنظیم د دواړو حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده او رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې په بریدونو کې د ډلې دوه وسلوال وژل شوي دي.

پوځ وویل د نوشکي په جګړه کې نهه وسله وال او څلور عسکر ووژل شو چې یو پوځي افسر پکې هم شامل دی.

پوځ په پنجګور کې د څلور وسله وال او د پوځ درې عسکر ووژل شو او څلور نور زخمیان شوي دي. ای اېس پي ار وویل پوځ لږ تر لږه څلور نور وسله والو محاصره کړي دي او په ضد یې عملیات دوام لري.

د دې نه وړاندې د پاکستان کې د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید په نوشکي او پنجګور سيمه کې د 15 وسله والو او څلورو پوځي عسکرو د وژل کېدو خبره کړې وه.

شېخ رشيد د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (3 فرورۍ) په ټويټر په يو ویډيو بیان کې په نوشکي او پنجګور کې د بريد په اړه تفصيل ويلی دی.

نوموړي ويلي، په نوشکي کې په بريد کې 9 ترهګر او څلور پوځيان وژل شوي دي. او په پنجګور کې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

شېخ رشيد ویلي په دواړو ځايونو کې پوځ ترهګر په شا تمبولي او نن هم په پنجګور کې څلور يا پينځه ترهګر د پوځ په ګېره کې دي، هغو ته به هم پوځ ماتې ورکړي او نوموړي دغه غټه کاميابي ويلې ده.