په کرونا داخته کیدو له امله ډاکټرانو دهند دسندرو دملکې لتامنګیشکر حالت اندېښمن بللی

په هند اؤ ایشیایي هیوادونو کې دسندرو ملکه ګڼل کېدونکې لتامنګیشکر چې په کرونا وایرس داخته کیدو له امله روغتون کې بستر ده، ډاکټران یې حالت داندېښنې وړ ښایي اؤ وایي چې لتاجي یو وارې بیا په وینټی لیټر اچول شوې ده.

لتا منګیشکر ته د تیرې میاشتې په ۱۱مه نېته دکرونا وایرس اخته ورپورې کېدو پخلی شوی ؤ اؤ سختې ناروغتیا په حالت کې دممبۍ بریج کینډي روغتون ته وړل شوې وه.

په دغه روغتون کې هغه تر۲۰ ورځو په وینټي لیټر ساتل شوې وه چې بیا یې حالت یو څه ښه شوی ؤ خو اوس هندي رسنۍ ای این ایي دلتاجي د معالج یا ډاکټر پرتیت صمداني له قوله ویلي چې هغه یو وارې بیا دناروغۍ اندېښمن حالت ته تللې ده اؤ په ایي سي یو کې په وینټي لیټر پرته ده.

هندي رسنۍ دهغې دډاکټر له خولې وایي چې ۹۳ کلنه لتامنګیشکر په کرونا وایرس داخته کیدو ترڅنګ دنمونیا ناروغۍ سره هم مخ ده اؤ عمر یې هم زیات دی نو ځکه دهغې حالت د ډاډ وړ نه دی.

لتا منګیشکر تر ۱۰۰۰ؤ زیاتو هندي فلمونو لپاره سندرې ویلي اؤ دهغې د غږ مینه وال دهند اؤ نورو ایشیایي هیوادونو ترڅنګ نزدې په ټوله نړۍ کې شته.

په کال ۱۹۴۲م کې دخپل پلار پنډت دینا ناتهـ له مړینې وروسته لتا مشنګیشکر په سندرو ویلو پیل کړی ؤ اؤ په یو څو فلمونو کې یې کار هم کړی ؤ خو هغه په کال ۱۹۴۹ کې دمحل نومې یو هندي فلم لپاره د ویل شوې دې سندرې نه مشهوره شوې وه چې" آئے گا آنے والا آئے گا"

تر دې وروسته هغې په زرګونو نورې داسې سندرې وویلې چې لتاجي یې دشهرت اسمان ته ورسوله اؤ تر نیمې پیړۍ د زیات وخت تیریدو باوجود نن هم په هند کې دننه اؤ بهر دهر عمر خلک دهغې سندرې په شوق سره اوري.

لتا مشنګیشکر ته دهغې په غوره هنري خدماتو دهند دننه لوړو دولتي اؤ غیر دولتي مډالونو اؤ جائزو ورکړل کیدو ترڅنګ دنړۍ بیلابیلو هیوادونو کې هم مهمې جائزې اؤ ایوارډونه ورکړل شوې دي