د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د بندي افغان مېرمنو د ازادولو غوښتنه کړې

جېنېوا - د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د نهې لا سېشنبې په ورځ په طالبانو غږ کړی په افغانستان کې د بشري حقونو مبارزې هغه څلور نيولې شوې افغانې مېرمنې او د دوی نيول شوي خپل خپلوان دې ازاد کړي چې تېره مياشت بندي کړل شوي لا تښتول شوي دي.

او ايچ سي ايچ آر ويلي د څلورو افغانو ښځو هيڅ درک نه لګي چې د دفتر په وينا په شپارسمه جنورۍ يې په احتجاج کې برخه اخستې وه او زياته يې کړه دفتر په چارواکو د دوی په اړه د معلوماتو د پاره زور اچوي.

د دفتر وياندې لېز ټروسېل په جېنېوا کې ميډيا ته ويلي “مونږ د دوی سملاسي ازادي غواړو” او وايي د بې درکه کړل شوو ښځو او او د دوی د خپلوانو د امنيت په اړه سخت انديښمن يو.

او ايچ سي ايچ ار وايي پروانه ابراهيم خېل او تمنا پرياني په نولسمه جنورۍ سره د خپلوانو وتښتول شوې او مرسل ايار او زهرا محمدي تېره اوونۍ ونيول شوې خو تر اوسه د دوی په اړه هيڅ معلومات نه شته.

ټروسېل ويلي دا معلومه نه ده چې چا دا ښځې وړي دي خو وايي طالبان وايي دوی پکې لاس نه لري.

چې کله ترې په دې اړه پوښتنه وشوه نو د طالبانو وياند بلال کريمي وويل “مونږ لا د معلوماتو تر لاسه کولو په لټون کې يو”.

کله چې په اګست کې خارجه ځواکونو افغانستان پرېښود او طالبانو واک ونيولو نو د ښکاره مخالفينو او ښځو فعالانو د امنيت په اړه اندېښنې راپورته شوې. د مدني ټولنې ډېر فعالان او د ښځو د حقونو کارکوونکې د ملک نه وتلي دي.

طالبان وايي دوی د پخوانيو مخالفينو د پاره عامه معافي اعلان کړې او دا چې د اسلامي احکامو او روايتونو سره سم د ښځو د حقونو احترام کوي خو د بشري حقونو ډېری وکيلان او خارجي سفارتکاران دې ته د شک په نظر ګوري.