د امريکي صدر جوبايډن د نهې په ورځ ويلي دي د امريکا په نظر په يوکرېن اوس هم د روس د حملې امکان موجود دی.
نوموړي د روس په صدر ولاديمير پیوټن غږ کړی چې مزاکرات روان وساتي که نه وي نو سختو نتيجو ته دې تيار وي.
جوبايډن ويلي که روس د يوکرېن خلاف سخت ګامونه پورته کړل نو دا به د هغوي په خوښه اډاڼه وي، ګنې د داسې جګړې کوم جواز يامقصد نشته دی.
د امريکي صدر ويلي دا خبرې د اشتعال راوستو دپاره نه دي، د رښتياو د ملګرتيا دپاره وويل کيږي، ځکه چې د ښه عمل بنياد په رښتياو وي.
نوموړي ويلي احتساب مهم دی، که روس په ورځو يا اوونيو کې په يوکرېن قبضه هم وکړي نو ډېر انساني زيان به وشي، او د حکمت عملۍد دې غلطۍ به روس ته ډير لوی قيمت ورکول په غاړه شي.
صدر بايډن ويلي که روس د يوکرېن په ضد د جارحيت نه کار اخلي نو به نړيوال کچ به په دې سخت غبرګون مخې ته راځي۔ نړۍ به داهېر نه کړي چې بغېر د څه وجې د دومره تياهۍ او وژنو کار واخستل شو. يوکرېن قبضه کول به د دوی د پاره يو تور داغ وي، امريکا اواتحاديان به د دې پريکړه کوونکي ته ځواب ورکوي.
د دې نه وړاندې هم د نهې په ورځ د روس صدر ولاديمير پیوټن ويلي وو چې هغه د امريکا او نېټو اتحاديانو لخوا په يورپ کې د ميزایلولګولو او پوځي مشقونو په معامله مزاکراتو ته تيار دی، او دې نه وړاندې روس اعلان کړی وو چې د يوکرېن د پولې نه څه پوځيان واپس راغواړي.
پیوټن دا خبرې په کرېملن کې د جرمني چانسلر اولاف شلز سره د ليدو پس کړې وې.
چانسلر ويلي وو غواړي چې مغرب سره خبرې وشي پرته د دې چې د روس مهمې غوښتنې يې مسترد کړي دي، روس غوښتنه کړې چېیوکرېن او پخواني د شوروي اتحاد هېوادونه دې د نېټو غړي نه جوړول کيږي، او د روس سره نزد مشرقي يورپ کې موجود مغربي پوځدې واپس کړل شي.
د روس مشر ويلي ماسکو به هڅه کوي چې د نېټو سره د اعتماد سازۍ د پاره ګامونه پورته کړي او په دې خبره يې زور راوړی چې مغربته پکار چې د دوی غوښتنو پله پام راوګرځوي.
د ملګرو ملتونو سيکټري جنرل اينتونيو ګتېرس د ګل په ورځ ويلي وو د سفارتکارۍ بل کوم نعم البدل نشته۔ په روس، يوکرېن او مغربيهېوادونو باندې يې غږ کړی چې روانه شخړه کې دې کموالې راوستل شي.
يوکرېن باندې د روس د ممکنه بريد په اړه نوموړي ويلي په داسې حال کې به د انساني وژنو په شکل کې ډير زيان مخې ته راشي، تباهي به وشي، يورپ او عالمي سلامتيا ته ډير لوي زيان رسيدلی شي.
سيکرټري جنرل ويلي وو چې مونږ د دې قسمه شخړو د امکان زور نه شو زغملی، دطنوموړي په خبرہ فريقېنو سره په تماس کې يو، اوورسره يې د حل لار راويستو د پاره د خپل دفتر د خدماتو وړانديز هم کړی وو.
د نهې په ورځ د امريکي وزير خارجه هم د خپل روسي سيال سرګۍ لاروف سره په ټيلفون خبري کړي دي.
يو بيان کې د خارجه چارو وزارت وياند ټيډپرایس ويلي بلینکن د دې خبرې يادونه کړې چې امريکا د يوکرېن د شخړې سفارتي هواريباندې ټينګار کوي، او دې ټول بحران علت روس دی.
د امريکې خارجه چارو وزير ويلي امريکا دې خبرې ته په انتظار ده چې روس د هغو دستاويزاتو ليکلی ځواب ورکړي کوم چې تېره مياشتامريکا او نېټو له اړخه روس ته ورکړل شوي وو.
په دغو دستاويزاتو کې په دې خبره زور راوړل شوی وو چې امريکا او اتحاديانو سره دېرابطې وکړي او د يورپ امنيت په اړه دې خبرې اترې وکړی شي، او د هغې د پاره کوټلي بنيادونو باندې سپارښتنې شوې وې.
په دې خبر کې ځینې مالومات د اېسوسي ايټډ پريس او رایټر نه اخستل شوي دي.