وزيرستان: ماين چاودنه کې ماشوم ژوبل شوی، پوځ د ترهګر د وژلو دعوه کړې

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې په ماين چاودنه کې يو کم عمره هلک ژوبل شوی دی، بل لور ته د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله د شمالي وزیرستان په سپين وام علاقه کې يې عمليات کړي او د يو ترهګر د وژلو دعوه يې کړې ده.

د سرکاري میډيا ترمخه پوځ ویلي، د شمالي وزيرستان په سپين وام کې يې د استخباراتي مالوماتو په اساس د ترهګر پرضد عمليات کړي او د ډزو په نتیجه کې یو ترهګر وژل شوې

د وژل شوي تن پیژنګلو نه ده ښکاره کړی شوې خو ويل شوي چې هغه د چاودنو ماهر، او ترهګرو کړنو، وژنو او تاوان دپاره د تښتونو په پېښو کې ککړ وو. په بیان کې د وژل شوي تن نه د وسلو او نور چاویدونکو توکو ترلاسه کولو ویل شوي.

پرون د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په کاڼيګورم علاقه کې يوه ماينه چاودنه شوې چې پکې کم عمره هلک ژوبل شوی دی.

د سيمې نه پوليسو دغه پېښه تاييد کړې او ویل شوي ژوبل هلک د واڼا روغتون ته منتقل کړی شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په فېس بک ويلي، په چاودنه کې د هلک لاس پرې شوی دی.

هغه ويلي، دا لومړۍ پېښه نه ده، داسې په سلګونو پېښې شوي چې زياتره پکې زنانه او ماشومان هدف شوي دي.

نوموړي ويلي، د پي ټي اېم په اولنو غوښتنو کې د ماینونو پاکول شامل ده کومه چې تراوسه نه ده منل شوې.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د روان کال په پينځمه جنورۍ ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

په شمالي وزيرستان کې د ترهګر د وژلو نه وړاندې تیره ورځ د پاکستان پوځ ویلي وو، په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې يې د استخباراتي مالوماتو په اساس د ترهګرو پرضد عملیات کړي، او شپږ ترهګر يې پکې وژلي دي.

ويل شوي وو د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو د محمد علي، مطيع الله، محمد عمر، اختر حسين، شير او وسيم په نومونو شوې چې د شمالي وزیرستان ځایي اوسیدونکي وو.

خو په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې د وژل شوو ترهګرو د کومې ډلې سره تعلق وو.

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو د وژلو تازه دعوه په داسې حال کې کړې چې د پاکستان امنيتي سرچينې تاييد کړې چې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره يې خبرې روانې دي.

بل لور ته په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

شمالي وزیرستان افغان پلې سره جوخته د خېبر پختواه قبایلي ضلع ده او د پاکستان پوځ دغلته په کال 2014 کې د ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم عملیات کړي وو او دعوه یې کړې وه چې دغه سیمه کې د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

په امنیتي ځواکونو د کیدونکو زیاتره بریدونو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخلي چا سره چې تیرکال د نومبر په میاشت کې حکومت د یوې میاشتې ډزبندي کړې وه خو وروسته پاکستاني طالبانو حکومت سره د دې ډزبندۍ دختمولو اعلان کړی ‌وو.