د روس د بمبارۍ وروسته د يورپ په غټ جوهري پلانټ اُور لګېدلی

د يوکرېن ښار سره نزدې ښار مېر ویلي، د جمعې په ورځ د روس د بمبارۍ وروسته د يورپ تر ټولو غټ جوهري پلانټ (زاپوريزخیا) باندې اُور لګېدلی دی.

ياد جوهري پلانټ د يوکرېن پلازمينې کیف نه 700 کلومیټره لرې او د يوکرېن 25فیصده بجلي پېدا کوي.

د رويټرز ترمخه د پلانټ مشر د اوکراين 24 ټيلي ويژن ته ويلي، د روس پوځ پلانټ په هدف کړی او په پلانټ د شپږمې درجې اور لګېدلی دی، او وروسته بيا ويل شوي اور د پلانټ نه بهر هم راوتلی دی.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د پلانټ وياند اېنډري ټز د اوکراين ټيلي ويژن ته ویلي، د سوځېدو په ريکټر کې د نوي والي کار کېدو، او ايټمي فيول لا دننه دي.

بل لور ته امريکې په روس د نورو بندېزونو لګولو اعلان کړی دی، او په نوو بندېزونو کې به د روس د صدر ولاديمیر پيوټن نزدې ملګري په هدف کولی شي.

د رپورټونو ترمخه په دغو بندېزونو کې به د روس تر ټولو شتمن کسانو کې شامل علي شېر عثمانوو هم شامل دی، د چا 512 فټه اوږده خوندوره کشتۍ جرمني نيولې ده. ويل کيږي د دغه کشتۍ قيمت نزدې 600 ملينه ډالره ويل کيږي.

امریکې د اوکراين د خلکو دپاره د لس اربه ډالرو د مرستو خواست هم کړی دی.

په داسې حال کې چې په اوکراين د روس بريد دوام لري، ماسکو هڅه کوي چې زر د اوکراين پلازمينه ونيسي خو په ښکاره نښتی دی، خو ويل کيږي د هېواد په جنوب کې يې ځينې پرمختګ کړی دی او د ازو د تور سمندر سره يې د ملک د رابطې قطع کولو هڅه کړې ده.

د ځايي حکومت چارواکو او د روس پوځ د ساحلي ښار خيرسن نيول تاييد کړي دي، دا په اوکراين د يرغل وروسته لومړی ښار دی چې ويل کيږي نيول شوی دی، خو بيا هم د دغه ښار د کنټرول په اړه متضاد دعوې کيږي.

د برتانيې د دفاع وزارت د زیارت په ورځ ويلي، په روس د حملې باوجود اوکراين خارکيف، چرنيخيو او ماريپول اوس هم د اوکراين په لاس کې دي.

د اوکراين صدر ولاديمير زيلنسکي ويلي، مونږ هغه خلک يُو چې په اوونۍ کې مو د دښمن پلان تباه کړی دی، دوی به دلته په امن نه وي، دوی ته به خوراک نه وي، او دوی به دلته ارامه شېبه ونه لري.

د زيارت په ورځ په بېلاروس کې د دواړو خواو خبرې شوي او په دې صلاح شوي چې بشري لاره او په هغو سيمو کې ډز بندي وشي چې خلک يې د لارې وتلی شي.

د امریکا د دفاع چارواکو ويلي، د روس پوځ د اوکراين په شمال کې او د کيف نه بهر نښتی باوجود د دې چې د امریکا د اټکل ترمخه روس د 90فيصده جنګي قوت او تيارۍ سره اوکراين د بريد دپاره ننوتی دی.