په سینه کې دخنزیر زړه لګوونکی د نړۍ وړومبی انسان ۵۷کلن ډیوډ بینټ د زړه بدلولو ددې تاریخي تجربې نه دوه میاشتې وروسته مړ شوی دی.
ډیوډ بینټ ته دخنزیر زړه دمیري لینډپوهنتون په هسپتال کې لګول شوی ؤ اؤ ددغه هسپتال داعلامیې له مخې اوس هغه دنهې یا سه شنبې په ماښام مړ شوی دی.
دهسپتال اعلامیه کې دهغه دمړینې علت نه دی روښانه کړل شوی اؤ یوازې دومره ویل شوي چې دمریض وضعیت دتیرو څو ورځو راپدیخوا ښه نه ؤ.
دپوهنتون داعلامیې له مخې د ډیوډ بینټ زوئ ډیوډ بینټ جونیر خپل پلار ته دهغه د ژوند په وروستیو ورځو کې دهسپتال دانتظامیې لخوا دخنزیر د زړه لګولو وړاندیز ستایلی اؤ ویلي یې دي دهغه کورنۍ هیله لري چې دې تجربې سره بخ دانساني بدن دغړو دکموت دستونزې ختمولو په هڅو کې لاس امداد وشي.
د ډیوډ بینټ جونیر وینا ده "موږ دهرې هغې اختراعي لمحې،هرخوب اؤ تر دې چې دهرې هغه بې خوبه شپې منندویه یو چې دې تاریخي هڅه کې تیره شوې ده ،موږ دا هیله لرو چې دا به ددې تجربو پیل وي نه چې پائ"
د وي او ای د رپورټ له مخې دتیرو څو لسیزو راهسې ډاکټران دانسانانو دژوند ژغورلو لپاره انساني بدن کې دځناورو دبدن دغړو پیوست کولو هڅې کوي.
بینټ هیګر دمیري لینډ استوګن یو عام خواریکښ ؤ اؤ هغه خپل بدن کې دخنزیر د زړه لګول کید لپاره ځان دې تجربې ته ځکه وړاندې کړی ؤ چې په بل صورت کې دهغه د ژوند ژغورل کیدو هیڅ امید یا هیله نه وه.
دایسوسي ایټیډ پریس د خبر له مخې ډیوډ بینټ ته چې دکوم خنزیز زړه لګول شوی ؤ دهغه خنزیز عمر څلور کاله ؤ اؤ په دغه زړه کې یو شمیر جنیاتي بدلونونه راوستل شوي وؤ ترڅو دانساني بدن دنظام سره سم یا هم اهنګ کړل شي.
په جنیاتي توګه ددې زړه دتیارؤلو دپروژې مشر د میري لینډ پوهنتون پاکستان نژاده ډاکټر منصور محي الدین ؤ اؤ دغه ډاکټر وي او ای سره خبرو کې ویلي دي چې دخنزیر ددغه زړه په تیارؤلو کې یې لږ تر لږه دوه لسیزې هڅې کړې وې.
هغه د ډیوډ بینټ ته په بریالي ډول دخنزیر د زړه پیوست کیدو په مهال خبرداری ورکړی ؤ چې دیاد ناروغ دبدن نور غړي ،خاصکر رګونه هم ډیر زیات کمزوري شوي اؤ دغو رګونو ته د یو تازه زړه نه د وینې په پاس کولو کې د ډیر احتیاط نه کار اخستل کیږي